يو شمېر په زړه پورې چيني سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-22 17:06:41

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته يو شمېر په زړه پورې سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د چيو بوه او وانګ يونګ مې له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يې دی همغږی چين . په دغه سندره کې له سوله ييز ژوند او همغږې ټولنې سره د چينايانو مينه په ښه توګه څرګندېږي.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د همغږی چين په نامه يوه خوندوره سندره واورېده چې د چين د مشهورې سندرغاړې ځو های له خوا ويل

شوی . دغه سندره په ٢٠٠٥ کال کې د چيو بوه او وانګ يونګ مې له خوا يوه جوړه شوی سندره ده. ښاغلی چيو بوه وويل همغږی ټولنه د وګړيو يوه ګډه موخه ده او هر سړی بايد ددی لپاره کوښښ وکړي. مېرمن وانګ يونګ مې په دې اړه وويل په دغه سندره کې د چيني موسيقۍ دوديز سبک ښودل کېږي. ځو های د چين د ځواکونو په هنري ډله کې يوه ځوانه او مشهوره سندرغاړې ده . هغه هيله لري چې د همغږي هېواد په نامه د سندرې د ويلو له لاری له يو همغږی هېواد سره د وګړيو مينه د خپلو ښکلو سندرو او خپل زړه وړونکي اواز په وسيله څرګنده کړي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د همغږي هېواد په نامه يوه سندره واورو.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغې خوندورې سندرې په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040