نړيواله ټولنه د H1N1 د اې ډول له والګي سره د مقابلې لپاره تدبيرونه نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-28 17:59:48

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په شمالي کرې کې د منی او ژمی د رارسېدو سره سم، د H1N1 د اې ډول والګي چټک خپرېدنه د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلبه کړې ده. امريکا څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې خپل هېواد د دغه والګي د درملنې په بيړنۍ حال کې دی. د امريکا، جاپان، فرانسې او بريټانيې په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو په جلا جلا توګه په خپل هېواد کې د دغه والګي پرضد د واکسين وهلو په عمل پيل وکړ. د چين د ناروغيو د کنترول او وقايې مرکز د ساری ناروغيو د څيړنې لومړني کارپوه ځنګ ګوانګ وويل، چې اوس دغه والګي د خپرېدو په حال کې دی، د سختو ناروغانو شمېر زياتېږي او د واکسين د توليدي اندازه کافی نه ده. نو نړيواله ټولنه بايد له دغه والګي سره د مقابلې لپاره زيات تدبيرونه ونيسي.

دغه والګی لومړی د روان کال په اپريلکې په مکسيکو کې رامنځته شو او ژر په ټولې نړۍ کې خپور شو. ښاغلي ځنګ ګوانګ دې ته اشاره وکړه چې د منی او ژمی د رارسيدو له امله په شمالې کرې کې د دغه والګي د خپرېدو حالات به خړپړ شي. ده وويل 

اوس په جنوبي کرې کې دغه والګي د خپرېدو حالات کنترول شوي دي. خو په شمالي کرې کې اړوند حالات د دوهم ځل لپاره د نوموړي وايروس له امله خړپړ شوي او د سختو ناروغانو شمېر هم زيات شوی دی.

نوموړي وويل، چې اوس په چين کې د دغه والګي د خپرېدو حالات هم يو لړ بدلونونه رامنځته شوي دي. خو د نورو هېوادونو په پرتله د چين د وقايې کارونه په پراخه او بشپړه توګه تر سره شوي دي. نو اوس په چين کې اړوند حالات ښه دی. ده وويل 

ځکه چې مخکې له دې نه د دغه والګي پر ضد زموږ د مخنيوي کارونه په ښه توګه تر سره شوي دي، نو حالات سخت نه دی. خو د دغه والګي د خپرېدو په بهېر کې يو شمېر بدلونونه هم رامنځته شوي دي. پخوا ناروغانو په عمده توګه په نورو هېوادونو کې په دغه والګي اخته شوي، خو اوس دغه والګي د چين په دننه کې د خپرېدو په حال کې دي . اوس دغه والګی له لويو ښارونو څخه کوچنيو ښارونو ته ځي او د سختو ناروغانو شمېر هم زياتېږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مديرې مګريت چين د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه څرګنده کړه چې د واکسين وهل د دغه والګي د مخنيوي په هکله ډېر موثر تدبير دی. اوس يو شمېر هېوادونو په خپل هېواد کې د دغه والګي پر ضد د واکسين په وهلو پيل وکړ. نړيواله ټولنه د دغه والګي مخنيوي ته پاملرنه کوي.

ښاغلي ځنګ ګوانګ دې ته اعشاره وکړه چې اوس د دغه والګي د خپرېدو حالات بدل شوي دي. نو بېلا بېل هېوادونه بايد په فعاله توګه د سختو ناروغانو د درملنې لپاره کوښښ وکړي او د واکسين توليدي اندازه زياته کړي چې د دغه والګي د خپرېدو حالاتو د کنترول په اړه اړتياوې پوره کړي. ده وويل 

اوس د دغه والګي د مخنيوي په اړه مهم ټکی د سختو ناروغانو پيدا کېدل دي. په مناسب وخت کې د سختو ناروغانو درملنه د دغه والګي د مخنيوي لپاره کلي اهميت لري. اوس ټولې نړۍ واکسين ته اړتيا لري، په تېره بيا يو شمېر پرمختيايي هېوادونه د واکسين توليدي توان نه لري. نو د روغتيا نړيوال سازمان له دغو هېوادونو سره لا زياته مرسته کوي. که څه هم د دغه سازمان مرستندويه عمل يو شمېر پايلې تر لاسه کړې دي، خو په پرمختيايي هېوادونو کې نفوس زيات دی، نو لا زياتو واکسين ته اړتيا لري.

د مالوماتو له مخې، د اسيا، افريقا او لاتېني امريکا يو شمېر پرمختيايي هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان ته غوښتنليک وړاندې کړ چې لا زيات واکسين به تر لاسه کړي. نو ښاغلي ځنګ زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد بې وزليو هېوادونو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040