د چين د مشهور سندرغاړی جين تيه لين د زده کوونکو له خوا يو کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-29 14:45:54

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم.په دې وروستيو ورځو کې د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د يادونې لپاره په بېجينګ کې د خلکو په لويه خونه کې يو ځانګړی کنسرټ تر سره شو چې د چين د مشهور سندرغاړی جين تيه لين د زده کوونکو له خوا وړاندی شوی. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندې کړو.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ښاغلی جين تيه لين د زده کوونکې فان چينګ چينګ له خوا ويل شوی د جوانګ قوم يوه سندره واورېده چې نوم يې و په مارچ کې د جوانګ قوم سيمه . په دغه سندره کې له ژوند سره د جوانګ قوم د وګړيو مينه څرګندېږي.

ښاغلی جين تيه لين د چين د موسيقۍ د پوهنځی مشر او د چين

د موسقۍ يو مشهور پوه دی. دده د ښوونې په ٤٥ کاله موده کې د لي ګو يي، پنګ لي يوان، سونګ ځو اينګ ، يان وی ون او دای يو چيانګ په ګډون څه د پاسه زر تنه غوره زده کوونکي روزلې دي چې په کې سلګونو تنو د هېواد په کچه د موسيقۍ په سياليو کې جايزې هم تر لاسه کړې او زيات شمېر زده کوونکو يې په نړيوالو سياليو کې هم جايزې تر لاسه کړی دي.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د جانګ يه له خوا يوه ويل شوی خوندوره سندره واورېده چې نوم يې و نوی زمانې ته ننوتل. په دغه سندره کې له چين سره د چينايانو مينه څرګندېږي.

د جين تيه لين له خوا زده کوونکي د اورېدونکو هرکلی تر لاسه کړی او په کې زيات شمېر زده کوونکو يې هم په نړۍ کې کنسرټونه جوړ کړی دی. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جين تيه لين زده کوونکې يعنې د چين د مشهورې سندرغاړې سونګ ځو اينګ له خوا يوه ويل شوی ولسي سندره واورو چې نوم يې دی د ياسمن ګل.

(سندره ٣)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ښاغلی جين تيه لين د زده کوونکو له خوا د يو کنسرټ ځينې ځلاندې برخې واورېدې، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040