د چين د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2009-10-29 15:56:05

د چين د شانګهای يوولسمې دورې نړيوال هنري فيسټيوال چې د چين د کلتور وزارت او د شانګهای د ښاری حکومت له خوا جوړ شوی، د اکتوبر د ١٨ نېټې په ماښام پرانيستل شو. د ٢٣ هېوادونو او سيمو نامتو هنرمندانو په کې ګډون درلود. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته په دغه فيسټيوال کې ځېنې په زړه پورې او ځلاندې برخې وړاندې کړو.

(غږ ١)

ګرانو اورېدونکو، د وانګ جاو جيون په نامه د ملي نڅاوو لويه اوپيرا په پرانيستونکو مراسمو کې نندارې ته ايښودل شوی چې د چين د منځنی برخې د هو بې ولايت د اوپيرا تياتر له خوا جوړه شوې. په دغه اوپېرا کې د لرغونې چين په څلورو ښکليو نجونو کې د وانګ جاو جيون په نامه د يوې ښکلې نجلۍ کيسه نندارې ته وړاندې کېږي چې نه يوازې د چين دوديزې نڅاوې ، بلکې د بالټ او عصري نڅا هم په کې موجوده ده.

له ١٩٩٩ کال څخه راپدې خوا د شانګهای د نړيوال هنري فيسټيوال لس دوری په بريالۍ توګه تر سره شوې. د اوسني فيسټيوال اصلي موضوع دا ده چې د هنر له لارې خپل زړونه روښانه کول. په يوه مياشت کې به نندارچيانو ته د چين او د بهرنيو هېوادونو٥٥ ځلاندې اوپېراګانې وړاندې شي چې په کې د چين او د بهرنيو هېوادونو د اوپېراګانو شمېر په جلا جلا توګه ٢٧ او ٢٨ دی.

د شانګهای د نړيوال هنري فيسټيوال مشر چن شنګ لای خبريالانو ته وويل د هېواد په بهر او دننه د مشهورو هنرونو ايښودل او په ادبی او هنري خلاقيت کې د نوي والی لټول ددغه فيسټيوال دايمي موخه ده. (غږ ٢)

په ننني فيسټيوال کې به زيات شمېر مشهورې هنري ډلې او سندرغاړي نندارې وړاندې کړي چې د دغه فيسټيوال لوړ کيفيت تامين کړي.

د ياد شوی فيسټيوال په ترڅ کې به د شانګهای د کورس فيسټيوال، د کوريا جمهوريت کلتوري اوونۍ او د جادو سيالۍ په ګډون يو لړ فعاليتونه هم تر سره شي. د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو څخه راغلی هنرمندان به په شانګهای کې نندارې ته وړاندې او خپلمنځی تبادلې به پياوړې کړي .

د امريکا د هارلم د ځوانۍ هنري ډلې چې د لومړي ځل لپاره يې د شانګهای په نړيوال فيسټيوال کې ګډون وکړ، په خپله ننداره کې د چين ملي ترانه وويله چې د نندارچينانو تود هرکلی يې تر لاسه کړ. ددغې هنري ډلې مشر او لارښوونکي تېرنس ورايت خبريالانو ته وويل

( غږ ٣)

دغه فيسټيوال ډېر ځلاند او په زړه پورې دی، موږ خوشحاله يو چې دلته د المان او چين په ګډون د نړۍ د دومره زياتو بېلا بېلو هېوادونو له وګړيو سره يو ځای ډول ډول نندارې وړاندې کوو. موږ هيله لرو چې د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون د جوړېدو په وخت کې شانګهای ته بيا ولاړ شو.

د شانګهای نړيوال هنري فيسټيوال د هنرمندانو او هنري نندارو د تبادلې يو ډګر ګرځېدلی دی. د دغه فيسټيوال په موده کې د يو لړ نړيوالو نندارو د معاملې غونډو زيات شمېر سوداګران راجلب کړي دي. د امريکا، سلواک ، المان ، کاناډا ، فرانسې، بريتانيا او جاپان په ګډون د ٣٠ هېوادونو اړوند هنري سازمانونه به ٤٠ نندارې وړاندې کړي . دا درېيم ځل دی چې د کاناډا د قوېبک د نړيوالې نندارې شرکت چارواکی ښاغلي پاول تانګي په ياده شوې غونډه کې ګډون کړی. هغه وويل

(غږ ٤)

موږ د معاملې په غونډه کې د نڅاوی ، تياترونو او د جاز موسيقۍ په ګډون ٥ پروګرامونه وړاندی کړو. موږ په چين کې مناسب پروګرام هم لټوو چې په کاناډا کې به يې نندارې ته وړاندې شي.

د خبر له مخې ، ١٢ لوی هنري نندارتونونه به د شانګهای د هنري فيسټيوال په موده کې تر سره شي. په عين وخت کې به د خلکو په ګډون کلتوري فعاليتونه او يو لړ اړوند فورمونه هم جوړ شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040