بان کي مون د م م د کارکوونکو پرضد د وسله والو طالبانو د بريد سخته غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-29 17:06:18

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کي مون د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د هغې پېښې سخته غندنه وکړه چې وسله والو طالبانو په همدې ورځ په افغانستان کې د م م پر کارکوونکو بريد وکړ. که څه هم د م م يو شمېر کارکوونکو د دغې پېښې له امله مرګ ژوبله شوې ده، خو م م په افغانستان کې خپلې دندې او موخې ته به دوام وکړي چې د ښه ژوند د جوړولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي

د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه دريو تنو وسله والو طالبانو د سپکو ماشيندارو په واسطه په کابل کې د م م په يو مېلمستون بريد وکړ او د افغانستان له امنيتي ځواکونو او بهرنيو پوځونو سره يې جګړه وکړه چې له امله يې د م م لږ تر لږه شپږ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

له دغې پېښې وروسته د م م سرمنشي بان کي مون سمدلاسه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د م م د کارکوونکو پر ضد دغه عمل د ناځوان سردانه عمل دی. هغه د دغې پېښې سخته غندنه وکړه. په همدې ورځ ښاغلي بان کي مون په يوه خبري ناسته کې په عمده توګه د دغې پېښې يادونه وکړه. ده وويل 

زه د دغو ترهګرو عملياتو سخته غندنه کوم، هرومرو دغه پست عمل دی.

ښاغلي بان کي مون وويل، له دې څخه څرګندېږي چې د م م د کارکوونکو کارونه سخت دي، دوی تل په خطرناکو سيمو کې په بې طرفه توګه کار کوي. نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې مړه شويو کارکوونکو د نوي افغانستان د جوړولو او له افغانانو سره د مرستې په هکله دغه هېواد ته تللی وو. خو دوی له افغانستان سره د مرستې په ترڅ کې مړه شول. دا م م ته ډېر سخت زيان رسولی دی. لېکن م م به په دغه هېواد کې خپلې دندې او موخې ته دوام وکړي. ده وويل

موږ به د دغو ستونزو له امله له خپلې دندې څخه لاس وانه خلو. موږ تل د افغانانو دوستان يو. البته، موږ به په افغانستان کې د م م د ټولو مرستندويه ډلو د امنيت د ساتلو لپاره کوښښ وکړو او لازم تدبيرونه به ونيسو.

ښاغلي بان کي مون وويل، په افغانستان کې د م م د کارکوونکو د امنيت ساتنې کارونه د افغانستان حکومت او په دغه هېواد کې د نړيوالو سوله ساتي ځواکونو ملاتړ ته اړتيا لري. ده وويل

موږ لومړی د افغانستان حکومت او امنيتي څانګو پوره ملاتړ ته اړتيا لرو. دغه راز نړيوال سوله ساتي ځواکونه به زموږ امنيت وساتي. که څه هم موږ تر خپلې وسې پورې د خپلو کارکوونکو امنيت وساتو، خو ټول خطرونه له منځه نه شي تللی. ځکه چې ترهګران تل د ځان مرګې چاودنو له لارې بريدونه کوي. خو موږ به د ترهګرو په وړاندی خپل سر ټېټ نه کړو.

سرمنشي بان کي مون وويل، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ورسره د يوې تليفوني اړيکې په ترڅ کې څرګنده کړې چې هغه به د م م د کارکوونکو د امنيت د تامينولو لپاره د کورنيو چارو د وزارت يو شمېر چارواکي ولېږي. بر سېره پردې، م م بايد يو لړ تدبيرونه ونيسي چې د کابل په ګډون په زياتو سيمو کې د کارکوونکو امنيت وساتي.

دغه راز ښاغلي بان کي مون په همدې ورځ د پاکستان په پېښور کې د يوې ترهګرې خونړۍ چاودنې سخته غندنه وکړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040