د پاکستان حکومت به د طالبانو د مشرانو د نيولو لپاره لويه جايزه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 19:22:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان حکومت د روانې مياشتې په دوهمه نېټه په ځايي ورځپاڼه کې اعلان وکړ چې د طالبانو د نوي مشر حکيم الله مسعود د نيولو لپاره د شپږ لکو امريکايي ډالرو په ارزښت جايزه ورکړي.

په دغه اعلان کې ويل شوي: هر څوک چې د حکيم الله مسعود، ولي الرحمن مسعود او قاري حسين مسعود په شمول له دريو کسانو څخه يو تن ونيسي، که ژوندی او که مړ، ياده شوې جايزه به تر لاسه کړي. بر سېره پردې به پاکستاني حکومت د طالبانو د پنځلسو نورو مشرانو او کوماندانو د نيولو لپاره ډېر انعامونه هم ورکړي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040