د ولسی چين د هوايې پوځ د جوړېدو د شپيتمې کاليزې د لمانځنی فعاليت به پيل شي.
cri (GMT+08:00) 2009-11-03 11:19:55
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نوامبر يوولسمه نېټه د چين د ولسي هوايې پوځ د جوړېدو له شپيتمې کاليزې سره برابره ده. د چين هوايې پوځ به د تجهيزاتو نندارتون او د سولې او پرمختګ د نړيوال فورم په ګډون د دغې بختورې ورځې د لمانځنې په هکله يو لړ فعاليتونه تر سره کړي چې نړۍ ته د چين د هوايې پوځ د خلاصون، باور او همکارۍ بڼه څرګنده شي.
د چين هوايې پوځ به د لومړی ځل لپاره د سولې او پرمختګ په نړيوال فورم کې د ګډون په هکله د امريکا، روسيې او جاپان په ګډون د ديرشو هېوادونو د هوايې پوځ پلاويو ته بلنې ورکړي.