د بېجينګ او توکيو پنځم فورم په دا ليان ښار کې پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 14:37:19

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ او توکيو پنځم دوه ورځنې فورم د نوامبر په درېيمه نېټه د چين په دا ليان ښار کې پای ته ورسېد.

د چين او جاپان يو سل او پنځوسو تنو لوړ پوړيو چارواکو، سوداګريزو او مطبوعاتی استازيو او کارپوهانو په دغه فورم کې ګډون درلود. برخوالو له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په هکله د چين او جاپان ترمنځ د همکارۍ په سرليک بحث وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اوتجارتی همکارۍ او د ملکي تګ راتګ په ګډون د دوه اړخيزو اړيکيو د سالم پرمختګ د پرمخبيولو په اړه يې ګڼ شمېر نظريې تر لاسه کړې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040