د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د منځنيو او کوچنيو صنعتي تصديو عمومی توليدي ارزښت د تېر کال د همدې مودې پرتله په سلو کې لس زيات شوی دی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د صنايعو او معلوماتي کېدو وزارت د منځنيو او کوچينو تصديو څانګې د نومبر په ٣ نېټه يوه شمېرنه خپره کړې چې د روان کال په لومړنيو دريو ربعو کې د چين د منځنيو او کوچنيو صنعتي تصديو عمومی توليدي ارزښت ٢٦٩٦٠٠ مليارډ يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٩ اعشاريه ١٤ زيات شوی دی.
د دغې شمېرنې له مخې د چين په ١٤ ولايتونو، سيمو او ښارونو کې د دغو تصديو د توليد پرمختيايي انډول په سلو کې له لس څخه اوښتی دی چې په لويديزه سيمه کې دغه انډول د منځني او ختيځې برخې پرتله چټک شوی دی.د دې ترڅنګ د دغو تصديو له خوا تر لاسه شوې ګټې هم زياتې شوې دي.