اټکل کېږی چې د چين د اومو فولادو سږني توليدي اندازه به پنځه سوه او پنځوس مليونو ټنو ته ورسيږي
cri (GMT+08:00) 2009-11-03 16:07:33
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د فولادو توليدولو ټولنې د دايمی کمېټې مرستيال لوه بينګ شنګ د نوامبر په دوهمه نېټه په بېجينګ کې وويل اټکل کېږی چې د چين د اومو فولادو سږني توليدي اندازه به پنځه سوه او پنځوس مليونو ټنو ته ورسيږي چې د ٢٠٠٨ کال په پرتله لس سلنه زياته شي.
ښاغلي لوه وويل د بېلا بېلو عواملو د عمومي پلټنې له مخې، سږ کال به د چين د فولادو په بازارونو کې د فولادو عرضه به له سلومليونو ټنو څخه واوړي چې دغه شمير به د تېر کال په مقايسه په سلو کې ٢٥ زيات شی.