د امريکا او ډيموکراټيکې کوريا ترمنځ خبرې اترې يوازې د څواړخيزو خبرو اترو يوه برخه ده

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 17:44:01

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په کوريا جمهوريت کې د امريکا لويې سفيرې کسلين سټيفېنس د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په سيول کې وويل، امريکا له ډيموکراټيکې کوريا سره د دوه اړخيزو خبرو اتروپه اړه يوه خلاصه رويه لري، خو دغې خبرې اترې يوازې د کوريا ټاپوزمې د ذروي مسئلې د شپږاړخيزو خبرو اترو د چوکاټ يوه برخه ده. ډيموکراټيکه کوريا بايد لومړی له ذروي وسلو څخه لاس واخلي.

نوموړې په همدې ورځ په يوه غونډه کې وويل، د امريکا په اند د کوريا د ټاپوزمې ذروي مسئله نه يوازې د امريکا او ډيموکراټيکې کوريا ترمنځ مسئله ده، بلکې له څو هېوادونو سره تړاو لري. خو امريکا به د دغې مسئلې د حل وفصل لپاره خپلې هڅې وکړي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040