د چين د روغتيا وزير غوښتنه کوي چې په چين کې د H1N1 د اې ډول والګي د خپرېدو د مخنيوي لپاره اړين تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:52:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزير چن جو د نوامبر په دوهمه نېټه د H1N1 د اې ډول والګې د مخنيوی او کنترول په اړه د چين د روغتيايې سيستم په يوه تلويزيوني غونډه کې د بېلا بېلو ځايونو له روغتيايې څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه والګي د خپرېدو د مخنيوي او د سختو ناروغانو د درملنې او د دغه والګي له امله د مړينې شمېر د کمولو لپاره موثر تدبيرونه ونيسي.

وزير چن جو وويل، چې اوس په چين کې دغه والګی د ژر خپرېدو په حال کې دی چې د خپرېدو پيمانه او حالت د تېر کال په پرتله ډېر سخت دی. په دې ژمی کې د دغه والګي د خپرېدو موده به راتلونکي مارچ ته دوام ولري. نو د بېلا بېلو ځايونو روغتيايي څانګې بايد له تبليغاتي څانګو سره ښه همکاری وکړي او په وحت او خلاصه توګه دې د دغه والګي د وقايې حالت خپور کړي.

ژباړونکې غوټۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040