برادعی له ايران څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د ذروي سون موادو په اړه د اړوند تړون مسودې ته ځواب ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:52:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير براعی د نومبر په ٢ نېټه له ايران څخه غوښتنه وکړه چې د ايران د سون موادو په اړه د تړون مسودې ته ځواب ور کړي او له دغې اېجنسۍ سره همکاري پياوړې کړي.

نوموړي په همدې ورځ د م م اسامبلې په يوه وينا کې وويل ، نړيواله ټولنه بايد د ايران د ذروي مسئلې د حل په بهير کې د خبرو اترو له لارې خپل منځی باور ټينګ کړي ، نو ايران بايد تر خپلې وسې پورې اړوند معلومات ور کړي او ژر تر ژره وروستيو وړانديزونو ته ځواب ور کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040