امريکا به د افغانستان د امنيتي پوځ روزنه چټکه کړي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:52:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما د نوامبر په دوهمه نېټه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په تيلفوني خبرو کې د ولسمشرۍ په توګه د بيا ټاکنې په نسبت ور ته مبارکې وويله او هيله يې څرګنده کړه چې د افغانستان د امنيتي پوځ روزنې د چټکتيا لپاره له افغان حکومت سره ګډ کوښښونه وکړي.

د سپينې ماڼۍ وياند په همدې ورځ وويل د اوباما حکومت به د اداري اصلاحاتو او متمدنې ټولنې په اړه د کرزي په مشرۍ د افغانستان له نوی حکومت سره خبرې اترې وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040