په ٢٠١٠ کال کې به د چين د انرژۍ په لګښت کې د دواملرونکې انرژۍ تناسب لس برخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:52:12

د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د انرژۍ څېړنې د ادارې مرستيال لي جون فنګ وويل په٢٠١٠ کال کې به د چين د انرژۍ په لګښت کې د دواملرونکې انرژۍ تناسب لس برخه ونيسي. دغې موخې ته د رسېدو شونتيا شته، سره له دې چې ستونزې موجودې وي.

ښاغلي لي د نوامبر په دوهمه نېټه د چين د پاک انرژۍ په نړيواله سرمشريزه غونډه کې وويل په دغه دواملرونکې انرژۍ کې په عمده توګه د اوبو او باد په واسطه توليد شوی برېښنا او لمريزې انرژۍ شامل ده.

په تېر سپتمبر کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د هوا بدلون په اړه د م م په سرمشريزه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې چين به د دې لپاره هڅې وکړي چې تر ٢٠٢٠ کال پوری د انرژۍ په لګښت کې دواملرونکې انرژۍ پنځلس سلنه ونيسی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040