د چين د دولت رئيس هوجين تاو حامد کرزي ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:52:22

د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس هوجين تاو د روانې مياشتې په ٣ نېټه د افغانستان د نوی ولسمشر په توګه د حامد کرزي د ټاکنې له امله نوموړي ته د مبارکۍ يو پيغام وليږه.

په دغه پيغام کې ويل شوي چې چين او افغانستان دواړه ښه ګاونډيان دي او د دواړو هېوادونو خلک اوږد دوستانه تاريخ لري. په وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې چين او افغانستان د هراړخيزې همکارۍ اړيکې ټينګې کړې دي. د چين حکومت تل د افغانستان خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی او د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي چې پخپله خپله ټولنيزه انکشافی لاره غوره کړي او د خپل هيواد د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040