CRI Online

د اکتوبر په ٢٠مه نېټه په افغانستان کې د چيني سفارت په تالار کې (( زما چيني اميد)) په سرليک د چيني ژبې د ويناوو سيالی تر سره شوه چې دغه سيالی د سفارت او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د چيني ژبې څانګې له خوا جوړه شوې وه. په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون، د کابل پوهنتون مرستيالې پوپلزۍ، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي مشر اسلام، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د چيني ژبې څانګې چيني مسئول جاو جينګ وو او افغان مسئول ناظمي، د کابل د کنفوسوس پوهنځي ښوونکو او زده کوونکو، د سفارت ډيپلوماتانو، د سي سي تي وې، بختر خبري اژانس ، د افغانستان ورځپاڼې، د کابل ورځپاڼې، د فعالو ځوانانو اوونيزه مجله، د سپوږمۍ راډيو او د کابل نيوز تلويزيون د خبريالانو په شمول څه باندې ٦٠ تنو په ياد فعاليت کې ګډون درلود.....

په افغانستان کې د چين له سفير دنګ شي جون سره مرګه

په کابل کې د چين سفيرد چين له نړيوالې راډيو سره په خبرو کې وويله هېواد يې چمتو دي د اقصادي مرستو تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي. دنګ په يوه سيالۍ کې خبرې کولې وويل، چين د افغانستان تاريخي ګاونډي دي چې سوله او امنيت يې نه يوازې پر چين بلکه د سيمې پر نورو هېوادونو هم نيغ په نيغه اغيز لري نو ځکه چين په دغه هېواد کې سوله غواړي.