د چن ګوانګ يوان امام د مسلمانانو غړيو په استوګنځای کی
په سهار کې زموږ خبريال د چن ګوانګ يوان امام په ګډون د مسلمانانو غړيو استوګنځاي ته ورسيد چې د بيجينګ د دوستۍ په هوټل کې موقعيت لري. د غرمې په يوولس نيمو بجو چن ګوانګ يوان امام له غونډې نه وروسته خپلې کوټې ته بيرته ستون شو. د ده د کوټې پر دېوال باندی يو تصوير سريښ شوی چې ور باندی يی په مارچ مياشت کې په بيجينګ کې د لمونځ کولو دقيق وختونه ليکل شوي دي. د کټ تر څنګ پر ځمکه باندی د جاينماز اېښودل شوی او په تشناب کې د بدن مينځلو هر ډول شيان هم چمتو شوي دي.امام چن ګوانګ يوان په پر له پسی توګه څو دورې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي دی. هغه په استوګنځای کې د مسلمانانو لپاره له چمتو شويو شيانو سره هم ښه اشنا شوی دی.
په بيجينګ سيمه کې د مارچ په مياشت کې د مسلمانانو د لمونځ وخت صورت
(په کوټه کې کوچنی سينګار عکس زرينه)
(د صورت په لاندني برخه کې يوه وړوکۍ ابي رنګ غالۍ پرته ده چې ورباندی د جومات انځور لېدل کېږي عکس زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |