ښاغلی ګای جينګ مين يو مسلمان هم دی. هر کال د دوو غونډو په موده کې هغه د استورنټ په دروازه د غړيو هرکلی کوي. هغه له ډيرو غړيو سره اشنا شوی دی. هغه وويل:"له شينجيانګ څخه غړی ماشو شين هر ځل له راتګ نه مخکی ما ته تېلېفون کوي. له شينجيانګ څخه يو اويغوري ملا زموږ له خوا پوخ شوی پلو هم ډير خوښوي. "
هغه زياته کړه چې د ولسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې ډير غړي د چين له شمال لويديزې سيمې څخه راغلي دي نو زموږ په رېستورانټ کې ډير خوراکونه شمال لويديزو سيمو د خلکو سبک لري. هغه وويل چې د دغوغړيو خوښه د ده لپاره ترټولو مهم کار دی.
ښاغلي ګای جينګ مين خبريال ته داسې وويل: "که څه هم په کارونو کې لږ څه ستړی يم خو زه ډير خوشاله يم. زه يو مسلمان يم کله کله نورو ځايونو ته هم ځم . خوراکونه زما لپاره کله کله يوه مسئله ده. دا چې دغه مسلمان غړي دلته په ډاډمنه او خوشاله توګه ډوډۍ خوري زما لپاره ترټولو ډېره د خوښۍ خبره ده . "
(ښاغلي ګای جينګ مين له خبريال سره د مرکې په حال کې عکس زرينه)
(ښاغلي ګای د مېلمانو لپاره خوراکونه اخلي عکس زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |