CRI Online

د جرګې په موده کې د مسلمانو غړيو کار او ژوند له نژدې وګورئ

cri     (GMT+08:00) 2013-03-06 10:22:35

ملا چن ګوانګ يوان داسې وويل:"دغه ځای زما د کور په شان دی. زه دلته لويديز په لوری لمونځ کوم. د وخت په اړه ګورم د مارچ له لومړی نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې هره ورځ لږڅه توپير شته نو يو ليست ته اړتيا لرم مثلاً د مارچ په لومړی نيټه د سهار لمونځ وخت د سهار پنځه بجې اووه لس دقيقې و او په دوهمه نيټه پنځه بجې پنځلس دقيقې و. بيا ورځ په ورځ دوې دقيقې کميږي. دغه ليست اسان دی. "

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوولسمې دورې ملي کميټې لومړی غونډه د مارچ په درېيمه نېټه پرانيستل شوې ده. د غونډې په موده کې چن ګوانګ يوان امام له نورو مسلمانانو سره يو ځای هره ورځ پنځه وخته لمونځونه کوي.

   
(امام چن ګوانګ يوان د لمونځ کولو وخت ليست د کتلو په حال کی  عکس زرينه)


 (د کوټې په لويديځ ديوال د لمونځ لوری ښودل شوی دی  عکس زرينه)

نن ورځ امام چن ګوانګ يوان د ماسپښين لمونځ له ادا کولو وروسته د هستوګنځای اسلامي رېستورانټ ته ولاړ. د دغه رېستورانټ پر دېوالونو باندی رنګارنګ غالۍ ځای پر ځای ځوړندې شوې چې اسلامي سبک يې له ورايه ښکاري. د رېستورانټ منيجر ښاغلی ګای جينګ مين چې په سر يې يوه سپينه خولۍ هم ده، د دوي د هرکلي لپاره ولاړ دی.


1 2 3 4 5 6
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای