CRI Online
د مځکنی قلمرو  مساحت

سمندري قلمرو او ټاپوګانې

 دچين د لويې وچې په اړه دسمندری غاړوکرښه شمالأ د چين د شمال ځتيځ د لياو نين ولايت د يالوجيانګ درياب له خولې ، جنوبأ د چين دجنوب لويديځ دګوانګ سی د ځوانګ قوم د خودمختاری سيمی د بۍ لون خه د درياب تر خولې پوري غځيږی چه اوږدوالی يي تقريبأ ١٨ زره کيلومتره دی . دسمندری غاړو په اوږدو کی د اراضی طبيعی حالات يی هوار او مسطح ښکاری او زيات غوره خليجونه او بندرونه پراته دی چه اکثرأ اوبه يی د ټول کال لپاره نه کنګل کيږي . د بو های ، هوانګ های ، دونګ های او نان های په شمول څلورې بحيرې او د تايوانی ټاپو په ختيځ کی دارام سمندر حوزه د چين لويې وچې ته نژدی پرتی دی چه په دي جمله کی بو های د چين داخلی سمندر دی . د تايوان په ختيځ کی د ارام سمندر حوزه شمالأ د جاپان د ريوکيو ټاپوګانودجنوب لويديځ دساکيشيما له ټاپوګانوڅخه نيولی او جنوبأ د( باشه ) تر أبنا پوري ده .

 د چين سمندری حوزه له داخلی بحيرې او سمندري قلمرو څخه عبارته ده او عمومی ساحه يي څه د پاسه ٣٨٠ زرو مربع کيلو مترو ته رسيږي . دچين داخلی بحيره د چين د ولسی جمهوريت د سمندری قلمرو له اساسی کرښی څخه د لويی وچی ترسواحلو پوري سمندري حوزه ده . د چين د سمندری قلمرو پلنوالی د هغو له اساسی کرښو څخه نيولی تر بهرنی ١٢ ميلو پوری حوزه ده .

 د چين د سمندري قلمرو په حوزه کې له ٥٠٠٠ نه زياتې ټاپوګانې پرتی دي او عمومی مساحت يي څه نا څه ٨٠ زره مربع کيلو مترو او د ټولوټاپوګانو په شاوخوا کی ساحلی کرښی يي ١٤ زرو کيلومترو ته رسيږي چه دهغو په جمله کی د تايوان د ټاپو ساحه تر نورو نه لويه ده او ٣٦ زرو مربع کيلومترو ته رسيږی . د های نان ټاپو د چين دوهمه لويه ټاپو ګڼله کيږی او مساحت يی ٣٤ زره مربع کيلومتره دی .د چين د هيواد په ختيځه څنډه کی د تايوانی ټاپو شمال ختيځ ته په سمندری اوبو کی د ډياو يواو څه وۍ ټاپوګانی پرتې دي . هغو ټولو کوچنيو ټاپوګانو ته چه دچين د جنوبی څنډې د جنوبي بحيرې په سمندری اوبو کی پرتی دی ،د نان های ټاپوګانې ويل کيږي او د دوي د موقعيت د توپير سره سم چينايان په جلا جلا توګه ورته د دونګ شا ، سی شا ، جونګ شا او نان شا ټاپوګانی وايی .


1 2 3