CRI Online
د مځکنی قلمرو  مساحت

د چين ځمکنی عوارض او طبيعی حالات

 چين يو داسی هيواد دی چه پکی زيات غرونه شته او غرنی سيمه يي تقريبأ د هيواد د عمومی مساحت دوه پر دريمه برخه تشکيلوی . نوموړي غرنی سيمه د غرنی مځکو ،غونډيو او لوړو څخه عبارت ده . په ټول هيواد کی تقريبأ په سلو کی ٣٣ غرنی مځکې ، په سلو کی٢٦ لوړې ، په سلو کی١٩ ټيټی مځکی ، په سلو کی ١٢هواری مځکې او بيدياوی او په سلو کی١٠ غونډی دي .

څو مليونه کاله وړاندی د چينګ های او تبت لوړه را جګه شوې وه چه په نتيجه کی د مځکنی کرې په تاريخ کی د مځکنی قشر د دی ستر خوځښت په اثر د چين مځکنی بڼې صورت موندلی دی . په هوا کی له ورايه د چين د لويې وچې طبيعی حالات له لويديځ نه تر ختيځ پوري د زينې په شان په تدريجي توګه ټيټيږي . د هند اود اروپا او اسيا د لويو وچود مځکنيو تختو د ټکر کيدو له امله د چينګ هاي او تبت لوړه په پرله پسې توګه جګيږی او د بحر له سطحې نه يي منځنی جګوالی له ٤٠٠٠مترو څخه زيات دی . نو په دی وجه دغه لوړه دنړۍ د بام شهرت لري او دا د چين د ځمکنی عوارضو لومړنی پايدان دی . د چينګ های او تبت په لوړه کی دسيمارايا دغرونو د جومورانما نومی اصلی څوکې جګوالی ٨٨٤٨ اعشاريه ١٣ مترو ته رسيږی چه په نړۍ کی لومړنی جګه غرنی څوکه بلل کيږی. د چين د مځکنی عوارضو په دوهم پايدان کي دداخلی مغولستان لوړه ، هوانګ تو لوړه ،وين ګوی لوړه او د تاليمو،جونګر او سڅوان دريواړه ټيټ ځايونه شامل دي چه منځنی جګوالي يي د بحر له سطحې څخه ٢٠٠٠- ١٠٠٠ متره دی . د دوهم پايدان په ختيځه څنډه ګی له داشين أن لينګ ، تای خانګ شان ، وو شان او شيوي فونګ شان له غرونو څخه نيولی په ځتيځه خوا د ارام سمندر تر سواحلو پوري ساحه د چين د مځکنی عوارضو په دريم پايدان پوري اړه لري چه په دی چوکاټ کی طبيعی حالات له ٥٠٠ نه تر١٠٠٠ پوری مترو ته ټيټ شوي دي او له شمال نه تر جنوب پوری د شمال ختيځ ، شمال او د يانځی سيند د منځنی او لرې برخی په شمول دريواړه لويې اوپراخی دښتی پرتی دي او ددغو ارتو مځکو او دښتو په شاوخواوو کی ټيټ غرونه او غونډی پرتی دي . د چين د مځکنيو عوارضو څلورم پايدان د چين د ختيځ ترسمندر لاندي مځکې دي چه د اوبو ژوروالی يي له ٢٠٠ مترو څخه هم کم دی .

د غرونو سلسلې

په مځکنی نقشه کی د چين د مځکنيو عوارضو د هډوکو په توګه د زياتو جګواو عظيمو غرونو سلسلې ليدل کيږی چه په دې جمله کی دسيمارايا ، کون لونګ ، تيان شان، تانګورا ، چينګ لينګ ، دا شين ان لينګ ، تاي هانګ ، چيليان او خندوان په شمول د زياتو غرونو سلسلې ډيرې مشهورې دي .

د سيمارايا د غرونو سلسله د قوس په شکل د هنداو نيپال له هيوادونو سره د چين په پولو کی پرته ده اود څه د پاسه ٢٤٠٠ کيلومترو په اوږدوالی سره غزيږی او منځنی جګوالی يي د سمندر له سطحی نه ٦٠٠٠مترو ته رسيږي چه په نړۍ کی تر ټولو لوړه او غظيمه غرنی سلسله ګڼله کيږی . په دې سلسله کی د جومورانما اصلي څوکه د سمندر له سطحې نه ٨٨٤٨ اعشاريه ١٣ متره جګوالی لري او په نړۍ کی تر ټولو جګه غرنی څوکه بلل کيږي .

 د کون لونګ د غرونو سلسله غربأ د پامير له لوړی څخه شرقأ د چين د سيڅوان ولايت تر شمال لويديځ پوري غزيږي او اوږدوالي يي ٢٥٠٠ کيلومترو ته رسيږي او منځنی جګوالي يي دسمندر له سطحې نه له ٥٠٠٠ مترو نه تر ٧٠٠٠مترو پوری دی او تر ټولو لوړه غرنی څوکه يی د ګونګر غر دی چه د سمندر له سطحې نه ٧٧١٩ متره جګوالي لري .

د تيان شان دغرونو سلسله د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمی په ټوله منځنې برخه کی ولاړه ده او منځنی جګوالي يي د سمندر له سطحې نه له ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ مترو پوری دی او د تمور نومی ډيره لوړه غرنی څوکه يی د سمندر له سطحې نه ٧٤٥٥ اعشاريه ٣ متره جګوالی لري .

 د تانګورا د غرونو سلسله د چينګهاي - تبت د لوړې په منځنی برخه کی ولاړه ده او منځنی جګوالي يي د سمندر له سطحې نه ٦٠٠٠ متره دی او د ګراداندونګ په نامه ډيره لوړه غرنی څوکه يی دسمندر له سطحې نه ٦٦٢١ متره جګوالی لري چه د چين تر ټولو اوږد سيند – يانځی سيند پيل او سرچينه ده .

 دچينګ لينګ د غرونو سلسله غربأ د ګان سو ولايت له ختيځ نه شرقأ د خه نان ولايت تر لويديځ پوري غزيدلی ده او منځنی جګوالی يي د سمندر له سطحې نه له٢٠٠٠ نه تر ٣٠٠٠ مترو پوری دی او د اصلی غرنی څوکی نوم يی تاي باي شان دی چه د سمندر له سطحې نه ٣٧٦٧ متره جګوالی لري او د چين د جنوب او شمال ترمنځ يوه مهمه جغرافيايی کرښه بلل کيږي .

 د داشين ان لينګ د غرونو سلسله شمالأ د چين دشمال ختيځ د هيرونجيانګ ولايت د مو سيند له شاوخوا څخه جنوبأ د لاوها سيند پاسنی برخی ته غزيدلی ده او د جنوب او شمال ترمنځ فاصله يي ١٠٠٠ کيلومتره ده . منځنی جګوالي يي د سمندر له سطحې نه ١٥٠٠ متره دی او د هوانګ ګانګ ليانګ په نامه اصلی غرنی څوکه ٢٠٢٩ متره جګوالی لري .

د تاي هانګ د غرونو سلسله له شمال نه نيولی تر جنوب پوري د هوانګ تو د لوړې په ختيځه څنډه کی پرته ده چه اوږدوالی يي څه نا څه ٤٠٠ کيلومتره او د سمندر له سطحې نه منځنی جګوالي يي له ١٥٠٠نه تر ٢٠٠٠مترو پوری دی . د سمندر له سطحې نه د ٢٨٨٢ مترو په جګوالی د شياو وو تای غر د هغی اصلی غرنی څوکه ده .

دچيليان د غرونو سلسله د چينګهای _ تبت د لوړې په شمال ختيځه څنډه کی ولاړه ده او منځنی جګوالی يي د سمندر له سطحې نه څه د پاسه ٤٠٠٠مترو ته رسيږي چه په دي جمله کی د چيليان په نامه اصلی غرنی څوکه ٥٥٤٧ متره جګوالي لري .

 دخندوان د غرونو سلسله د چينګهای – تبت د لوړې په جنوب ختيځه برخه او د تبت دخودمختارې سيمې ، دسڅوان او وين نان د ولايتونو د دريواړو سيمو په پولو کی واقع ده او منځنی جګوالي يي له ٢٠٠٠ نه نيولی تر ٦٠٠٠ مترو پوري دی او تر ټولو لوړه غرنی څوکه يي د سمندر له سطحې نه د ٧٥٥٦ مترو په جګوالي دګونګا غر دی .

 د تايوان د غرونو سلسله د تايوان د ټاپو له ختيځ اړخ څخه تيريږي او منځنی جګوالي يي د سمندر له سطحی نه له ٣٠٠٠ نه نيولی تر ٣٥٠٠ مترو پوري دی او اصلی غرنی څوکه يي د يو شان د غره په نامه ياديږي چه جګوالي يي ٣٩٥٢ متره دی . سربيره پردي ، په چين کی د هوانګ شان ، تاي شان ، هوا شان ، سون شان ، خنګ شان ، أمۍ شان ، لوشان ، وودانګ شان او يان دانګ شان په شمول نورزيات مشهور غرونه هم شته .

دريابونه او سيندونه

د چين په لويه وچه کی ډير زيات دريابونه او سيندونه بهيږی او د هغو سيندونو شمير چه د هره حوزه يي له ١٠٠٠ مربع کيلومترو څخه زياته ده ، ١٥٠٠ ته رسيږي چه په دي جمله کی د زياتو سيندونو اوبه سمندرونو ته بهيږي او ددغو سيندرونو اړونده ساحه تقريبأ د چين د مځکو د عمومي مساحت په سلو کی ٦٤ برخه تشکيلوی . يانځی سيند ، ژيړ سيند ، هيرونګجيانګ سيند ، جو جيانګ سيند ، لياو خه درياب ، های خه درياب او هوای خه درياب د ختيځ په لوري ارام سمندر ته بهيږي . د تبت د يانوځانبوجيانګ درياب د ختيځ په لوري د هيواد له سرحد څخه په تيريدو سره بيا د جنوب په لوري د هند سمندر ته بهيږي چه دغه درياب د نړ ۍ د هغه لومړنی لويی ژورې شيلې - يانوځانبوجيانګ له لويی ژوري شيلی څخه تيريږي کوم چه اوږدوالي يي ٥٠٤ اعشاريه ٦ کيلومترو او ژوروالي يي ٦٠٠٩ مترو ته رسيږی . د شينجيانګ د ئيرتش درياب د شمال په لوري د هيواد له سرحد څخه په تيريدو سره شمالی منجمد سمندر ته بهيږي . دغه راز د چين دهغو نورو دريابونو او سيندونو حوزه چه له سمندرونو څخه په ليری اوګوښه سيمو کی پرتو جهيلونو ته بهيږي يا په صحراګانو او مالګينو چړونو کی له منځه ځی ، تقريبأ د چين د مځکنی مساحت په سلو کی ٣٦ نيسی .

 يانځی سيند په چين کی لومړی غټ او اوږد سيند دی چه عمومي اوږدوالی يي ٦٣٠٠ کيلومترو ته رسيږي او په نړۍ کی د افريقی د نيل او د جنوبي امريکی د امازون له سيندونو نه وروسته دريم لوي سيند بلل کيږي . د يانځی سيند پاسنی برخه د جګو غرونو له ډيرو تنګناؤ څخه تيريږي او د اوبو زياتی او غنی منابع لري . دغه سيند د چين د ختيځ او لويديځ ترمنځ د بيړيو په واسيطه لوي ترانسپورټی شيريان هم ګڼل کيږی اوخلک ورته د حمل ونقل طلايی لاره وايي . د يانځی سيند په منځنی او لره برخه کی هوا معتدله او لنده ، د باران د اورښت يي زيات او خاوره يي زرخيزه ده چه د چين د صنعتی او زراعتی توليداتو يوه پرمختللی سيمه شميرل کيږي .

 ژيړ سيند د چين دوهم لوي سيند او عمومی اوږدوالي يي ٥٤٦٤ کيلومتره دی . د ژيړ سيند په حوزه کی زياتی اوغوره ورشوګانی او د معدنی ډبرو غنی ذخيرې شته چه د چين د لرغونی تمدن له لومړنيو اومهمو ټاټوبو څخه شميرل کيږی .

دهيرونګجيانګ درياب د چين په شمال کی د ٤٣٥٠ کيلومترو په اوږدوالي لوي سيند دی چه په اوږدوکی يی ٣١٠١ کيلومتره برخه له چين څخه تيريږي .

د جوجيانګ درياب د چين د جنوب لوي سيند دی چه عمومي اوږدوالي يي ٢٢١٤ کيلومتره دی . د تاليمو درياب چه د شينجيانګ په جنوبی برخه کی پروت دی چه ٢١٧٩ کيلومتره اوږدوالي لري او په چين کی تر ټولو اوږد هغه سيند ګڼل کيږي چه سمندراو بحر ته نه بهيږي .

 له طبيعی سيندونو نه پرته ،د چين له جنوب نه نيولی تر شمال پوري يو مشهور مصنوعی درياب هم ليدل کيږي . هغه د ميلاد په پنځمه پيړۍ کی کيندل شوی او شمالأ له بيجينګ څخه او جنوبأ د چين د ختيځ د جه جيانګ ولايت تر مرکز خانګجو ښاره پوري بهيږي او د های خه درياب ،ژيړسيند، خواي خه درياب ،يانځی سيند او چيان تانګ جيانګ سيند سره نښتی دی چه عمومي اوږدوالي يی١٨٠١ کيلومترو ته رسيږي او په نړۍکی داسی لومړنی اوږد مصنوعی درياب ګڼل کيږي چه د کيندلو وخت يي تر نورو نه وړاندی ؤ .  


1 2 3