CRI Online
پولی سيستم

اسهام او دهغو نظارت او اداره

 

په ١٩٩٠ او ١٩٩١ کال کښی چين په جلا جلا توګه د شانګهای او شين جينګ په ښارونو کی د اسهامو دمعاملاتو مرکزونه جوړ کړل . پخوا په چين کښی د اسهامو بازار کوچنی و ،خو په وروستيو لسو کلونو کښی دچين د اسهامو بازار لوی او منظم شوی دی او هغه سخت مزل يی وهلی دی کوم چه په نورو هيوادونوکښی يی په سل ګونه کاله وخت ونيوه . نن ورځ په چين کښی د څلور زرو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی ، يو زرو دوه سوه شرکتونه او اويا مليونه تنه پانګه اچوونکی شته .

په ١٩٩٨ کال کښی په چين کښی د اسهامو د نظارت او اداری کميټه جوړه شوه ،دغه کميټه په عمده ډول دچين د اسهامو بازار اداره کوی ، چين د اسهامو د نظارت او اداری واحد سيستم جوړ کړی ، د مقرراتو له مخی په مستقيم ډول د اسهامو نظارت کوونکی سازمانونه اداره کوی ،د اسهامودچارو نظارت او اداره تقويه کوی او همدا راز د اسهامو د معاملاتو د مرکزونو ، شرکتونو ، داسهامو د سازمانونو او داسی نورو سازمانونو نظارت او اداره پياوړی کوی څو چه په سم ډول انفارميشين خپور کړی . دهيوادوالو په وړاندی سهامی بازار له ډيرو مهمو پانګه اچوونکو لارو څخه شميرل کيږی . دشانګهای او شين جينګ دمعاملاتو مرکزونو په سهامی بازارونو کی عمده رول لوبولی دی ، د اسهامو معاملاتواو د حساب دشبکی سيستم يی د ټول هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی خپاره شوی دی ، عمده تخنيکی وسايل يی د نړۍ مترقی سويی ته رسيدلی دی .د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری په چين کښی د هغو شرکتونو شميرچه اسهام يی په بازار کښی خرڅ شوی دی ، د ٢٠٠٢ کال له يو زرو دووسوو څليرويشتو نه يو زرو دوو سوو اوه اتياو ته زيات شوی دی ، د اسهامو د بازاری نرخونو عمومی ارزښت يی څلورو زرو دوو سوو اوه پنځوسو مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .


1 2 3 4