CRI Online
پولی سيستم

ژن مين بی يونه اود خارجی اسعارو اداره

 

ژن مين بی يونه يو داسی بانک نوټ دی چه د چين د قانون له مخی استعماليږی .. د چين دولسی بانک له خوا نشر او اداره کيږی . د ژن مين بی يونو تبادلوی ارزښت د چين د خلکو د بانک له خوا ټاکل کيږی او د دولت د خارجی اسعارو د اداری رياست له خوا خلکو ته نشريږی . چين د خارجی اسعارو متحده اداره کوی ( چين د متحد پلان له مخی دخارجی اسعارو اداره کوی ) او د دولت د خارجی اسعارو د اداری رياست له خوا د خارجی اسعارو داداری اختيارونه تطبيق کيږی .

په ١٩٩٤ کال کښی چين دخارجی اسعارو سيستم اصلاح کړ ، په بانکونو کښی دخارجی اسعارو د حساب او خرڅولو سيستم يی تطبيق کړی او دبانکونو ترمنځ دخارجی اسعارو واحد بازار يی تاسيس کړی دی ، پر دی اساس چين په ١٩٩٦ کال کښی دخارجی تصديو له خوا د خارجی اسعارو د اخيستلو او خرڅولو کار دخارجی اسعارو دحساب او خرڅولو دپاره دبانکونو په سيستم کښی شامل کړی او د ١٩٩٦ کال د دسمبر په لومړی نيټه يی په رسمی ډول د بين المللی پولی صندوق په باب د موافقه ليک اتمه ماده منلی ده ، همداراز چين هم په فعاله توګه د جنوب ختيځی اسيا د اتحاد د غړو هيوادو نو او چين ،جاپان او د کوريا د جمهوريت تر منځ د بانک نوټونو د متقابلی تبادلی په شمول پولی همکارۍ پرمخبيولی وه ، په تيره بيا په اسيا کښی د را منځ ته شوی پولی بحران په موده کښی چين نه يوازی پر دی باندی ټينګار کړی چه د ژن مين بی يونو ارزښت ټيټ نه کړی ،بلکه يی هغو هيوادونو ته چه له بحرانونو سره مخامخ شوی وو ،پيسی او پانګی برابری کړی وی ، د اسيا دپولی بازار د ثبات د ساتلو په برخه کښی يی مهم او ستر رول لوبولی و .

د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری په چين کی دخارجی اسعارو د ذخيری اندازه څلور سوو دری مليارډو دری سوو مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيده چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت يو سلو شپاړس مليارډ اته سوه مليونه امريکايی ډالره زيات شوی دی .د ژن مين بی يونو تبادلوی ارزښت اساسا خپل ثبات ساتلی دی .


1 2 3 4