CRI Online
پولی سيستم

بيمه او د هغی نظارت او اداره

 

د چين د بيمی چارو د شلو کالو د رکود نه وروسته په ١٩٨٠ کال کی په فعاليت پيل وکړ . په ١٩٨١ کال کښی د چين د خلکو دبيمی شرکت د حکومت د يوی څانګی نه په يو اختصاصی شرکت بدل شوی او له عمومی شرکت نه د ولايتونو ،خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت ترمستقمی اداری لاندی د ښارونواو د ولسواليو تر فرعی شرکتونو پوری سازمانونه جوړ شو ی وو . په ١٩٨٨کال کښی دچين په ساحلی سمو کښی د پينګ ان د بيمی شرکت او دارام بحر د بيمی شرکت تاسيس شوی وو . په ١٩٩٦ کال کښی دچين دخلکو د بيمی شرکت دانتظامی سيستم او داداری شکل د تبديلولو ، دعصری تصديو د نظام د ايجاد او له بين المللی بازار سره د يو ځای کولو په برخو کښی يو لوی ګام اخيستی دی . په ١٩٨٥ کال کښی د بيمی په باب د قانون د تصويبيدو او په ١٩٨٨ کال کی دچين د بيمی د نظارت او اداری د کميټی د تاسيسدو په نتيجه کښی د بيمی د بازار د حرکت دپاره قانونی مقررات او د فعاليت قواعد برابر شوی دی .

اوس په چين کښی د بيمی اويا زره شرکتونه ، منځګړی سازمانونه او څانګی موجودی دی . او د بيمی ډولونه يی ډير زيات دی مثلا دعمر بيمه ، د روغتيا بيمه ، د جايدادونو بيمه او داسی نوری بيمی . د بيمی څه د پاسه ديرش خارجی اداری سازمانونو د منظورۍ نه وروسته په چين کښی په کارونو پيل کړی دی، علاوه پردی د بيمی څه د پاسه سل شرکتونو په چين کښی دوه سوه نماينده ګۍ جوړی کړی دی او چمتو دی چه دچين د بيمی بازار ته داخل شی .په ٢٠٠٣ کال کښی دبيمی د داخلی او خارجی شرکتونو عايدات دری سوو اته اتيا مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيدل چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی اوه ويشت اعشاريه يو زياتوالی څرګندوی .


1 2 3 4