CRI Online
د ښوونی سياست

د منځني ښوونې لومړي دوره

په چين کي منځني ښوونه لا هم اجباري ده او د لومړني ښوونې په شان تعليمي لګښت وړيا دی او يوازي د درسي کتابونو د اخيستلو دپاره څو سوه ژن مين بي يونه پيسې اخيستل کيږي .

په چين کي د منځني ښوونې لومړي دوره درې کاله دي او عمده درسونه يي ژبه او ادب ، رياضي ، خارجي ژبه ، فزيک ، کيميا ، اخلاق ، اطلاعات او داسي نور . د تازه احصايي لمخې اوس په چين کې شپيته زره معمولي منځني ښوونځي شته او شپيته مليونه تنه زده کوونکي پکي درس لولي چه د شامليدو ميزان يي په سلو کي له نويو نه زيات دي . په چين کې دغسي ښوونځي اکثرأ دولتي دي . د اجباري ښوونې په مرحله کي له لومړي ښوونځی نه د منځني ښوونځي لومړي دورې ته د داخليدو دپاره امتحان نشته او تعليمي څانګې د شاګردانو د لومړني ښوونځي د موقعيت او شخصي ارادې سره سم ددوي دپاره منځني ښوونځي انتخابوي ، په عين وخت کي په کليوالي سيمو کې د متمرکزې ښوونې د اصولو لمخې شاګردان هغو ليسو ته ورليږي چه تعليمي شرايط يي ښه دي ، پرته له دې نه چين هم د تعليمي اطلاعاتو د تعميم او د ليري ښوونې پرمختګ ته د پياوړتيا دپاره کوشش کوي څو چه په بيلا بيلو ځايونو کي د تعليمي منابعو څخه د ګډې استفادې هدف سر ته ورسوي .


1  2  3  4  5  6