CRI Online
د ښوونی سياست

لوړه ښوونه

په چين کې عالي او لوړه ښوونه په معمولي پوهنتونونو او پوهنځيو ، عالي حرفه وي ښوونځيو ، د راډيو او تيلويزيون په پوهنتونونو، د لويانو په عالي مدرسو کې تر سره کيږي . په چين کې لوړه ښوونه سل کاله تاريخ لری او د ډيري تازه احصايي لمخې اوس په چين کې درې زره داسي عالي مدرسې شته چه دوه په دريمه برخه يي دولتي ، يو په دريمه برخه يي شخصي دي او شل مليونه تنه محصلين پکي درس لولي او د شامليدو ميزان يي په سلو کي اولس دي .

په چين کې هر کال کانکور امتحان اجرا کيږي او زده کوونکي د خپلې ارادې او د امتحان د نمرو سره سم عالي مدرسه انتخابوي او د امتحان موضوعات د ښوونې د وزارت يا د بيلا بيلو ولايتونو د تعليمې څانګې لخوا په واحد ډول ټاکل کيږي او په عالي مدرسه کې د منلو نمرې تعيين کيږي .

د چين عالي او لوړه ښوونه په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي تر سره کيږي او مشهور پوهنتونونه دولتي دي او هغه زده کوونکي چه په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي د منلو نمرو ته نشي رسيداي او هغه زده کوونکي چه کار لري ، شخصي عالي مدرسه ، يا د راډيو او تيلويزيون پوهنتون يا د لويانو دپاره عالي ښوونځي انتخابوي .

د وروستيو کلونو راهيسې د چين تعليمي څانګې د عالي او لوړې ښوونې د ودې ، په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي د زده کوونکو د شامليدو د شمير د زياتوالي دپاره کوشش کړي او د فوق اليسانس د روزنې دپاره يي هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي .


1  2  3  4  5  6