CRI Online
د ښوونی سياست

د ښوونځيو نه په بهر کې ښوونه

په چين کي په ښوونځيو کي د ښوونې نه پرته د ښوونځيو نه په بهر کي زيات تعليمي ارګانونه شته . چينايان چه ښوونې ته ډيره پاملرنه کوي ، د پورتنيو ارګانونو په استعمالولو سره د خپلو زامنو د معلوماتو د غني کولو دپاره هيله هم لري .

دغه ارګانونه د ځوانانو او ماشومانو د ماڼيو، د فعاليتونو د مرکزونو ، د لارښوونې ټولګي او د انترنيت تعليمي شبکو څخه عبارت دي . ځوانان او ماشومان کولي شي چه په دغو ارګانونو کې د خپل شوق او اړتيا لمخې د موسيقې ، نڅا او نقاشۍ څخه زده کړه وکړي ، درسي معلومات ټينګ کړي ، په بيلا بيلو علمي ، تخنيکي او کلتوري فعاليتونو کي برخه واخلي څو چه خپل استعدادونه زيات او په فارغ وخت کي خپل ژوند رنګارنګ شي .


1  2  3  4  5  6