CRI Online
د شينجيانګ په باب معلومات

د شينجيانګ جغرافيايی چاپيريال

شينجيانګ د أسيا په داخلی سيمه کښی پروت دی او پکښی له شمال څخه تر جنوب پوری په وار سره د التای، تيان شيان او کون لون غرونه ولاړ دی او د دغو غرونو په منځ کښی د جونګر او تاليم دوه شيلې موجودې دی٠ عمومأ د تيان شيان د غر د جنوبی خوا سيمه په ٌ جنوبی شينجيانګٌ او د تيان شان غر د شمالی خوا سيمه په ٌ شمالی شينجيانګ ٌ ياديږی او د هامی ناحيه او د توروفان شيله د ٌ ختيځ شينجيانګ ٌ په توګه ګڼل کيږی٠ د شينجيانګ ټول ښارونه او کلی په سمسورو واحو کښی پراته دی٠ زياتې سمسورې واحې د مرغلرو په شان د دوو لويو شيلو په څنډو کښی شيندل کيږی ٠

په شينجيانګ کښی د چين تر ټولو لوی بری سيند يعنی د تاليم سيند او د خوږو اوبو تر ټولو لوی بری جهيل يعنی د بوستن جهيل شته او د دې سيمې د توروفان شيله له سمندری سطحې نه د لوړوالی له لحاظه د چين تر ټولو ټيټ ځای دی٠ شينجيانګ نمونوی وچه سيمه ده او د هوا د تودوالی او سوړوالی ترمنځ توپير يی ډير سخت ښکاری ، د التای په ناحيه کښی د چين د هوا د حرراتو تر ټولو ټيټ ريکارډ رامنځ ته شو او د توروفان په ناحيه کښی تل د چين د هوا د حرراتو تر ټولو لوړ ريکارډ ساتل کيږی ٠

د چين د صحراوو د عمومی مساحت دوه پر دريمه برخه په شينجيانګ کښی خپريږی او له دې جملې څخه د تاکلاماغان د صحرا مساحت دری لکو ديرشو زرو مربع کيلومترو ته رسيږی چه دا د چين تر ټولو لويه او پراخه صحرا ده او د نړۍ دوهمه لويه ګرځينده صحرا هم ګڼله کيږی٠ د جونګر په شيله کښی د ٌ قربان تونګغوت ٌ صحرا د چين دوهمه لويه صحرا ده چه مساحت يی اته څلويښتو زرو مربع کيلومترو ته رسيږی ٠ د شينجيانګ په صحراوو کښی د نفتو، ګاز او کانی موادو د غنی منابعو زيرمې شته٠

د شينجيانګ په خودمختاره سيمه کښی زيات واورين غرونه او کنګل نيولې څوکې ولاړې دی چه ځانګړی خصوصيت لرونکی لوی طبيعی يخچالونه ګرځيدلی او پکښی د اوبو غنی منابع ذخيره کيږی ٠ په شينجيانګ کښی د هر تن په حساب د اوبو منابع د چين په لومړی قطار کښی ځای لری ٠


1  2  3  4