CRI Online
د شينجيانګ په باب معلومات

د انرژۍ مرکز

په شينجيانګ کښی د پيداورو منابع ډير غنی دی، د پلټنې له مخی د سکرو او نفتو د زيرمې اندازه يی د چين د سکرو او نفتو د زيرمې په عمومی اندازه کښی يو پر دريمه برخه نيسی، دغه راز د ګازو د ذخيرې اندازه يی هم ډيره غنی ده٠ اوس شينجيانګ د چين په شمال لويديځه سيمه کښی تر ټولو لويه نفت لرونکی سيمه ده او د نفتو د پلټنې روښانه راتلونکی لری٠ د اټکل له مخی، د شينجيانګ په نفت او ګاز لرونکو سيمو کښی چه عمومی مساحت يی اووه لکو څلويښت زرو مربع کيلومترو ته رسيږی، د نفتو زيرمه يی شل مليارډو اته سوه مليونو ټنو ته رسيږی او د ګاز زيرمه يی له لس زرو مليارډه مکعب مترو څخه اوښتی ده چه دغه دواړه اندازې د چين د مځکنی نفتو او ګاز د عمومی منابعو په سلو کښی ديرش برخه نيسی٠ شينجيانګ د چينی او خارجی متخصصانو لخوا د چين د نفتو د صنائعو راتلونکی ګڼل کيږی٠ د چين له لويديځ څخه ختيځې سيمې ته د ګاز د انتقالولو د پروژې د جوړيدو په اثر به د شينجيانګ غنی ګاز د چين د ختيځ شانګهای ښار او شاوخوا سيمې ته انتقال شی٠

په شينجيانګ کښی د سکرو د منابعو د ذخيرې عمومی اندازه د چين د ټول هيواد د سکرو د زيرمې په سلو کښی څلويښت برخه نيسی او د چين په بيلا بيلو ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی لومړی مقام لری٠ برسيره پر دی د شينجيانګ د دا بان په ښارګوټی کښی د باد د انرژۍ په وسيله د بريښنا د توليدولو ازمويښتی فابريکه د چين تر ټولو لويه همداسی برقی فابريکه ده ٠


1  2  3  4