CRI Online
د شينجيانګ په باب معلومات

د شينجيانګ تاريخ

هان څه دپاسه دوه زره کاله دمخه، شينجيانګ د چين د متحد او زيات قومونه لرونکی هيواد يوه برخه وګرځيدله٠ په قبلالميلادی شپيتم کال کښی د چين د ٌٌ هان ٌٌ امپراطورۍ د لويديځ چين اداری ايالت جوړ کړ او شينجيانګ يی د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی ونيوه چه د اوسنی بلخاش او پامير سيمې هم په دی اداری ايالت کښی شاملې وې ٠ له هغه وخت نه وروسته په څه دپاسه يو زرو کالو کښی د شينجيانګ سيمې تل د چين له مرکزی حکومت سره وابسته روابط ساتل چه مرکزی حکومت په شينجيانګ کښی د اداری ارګان په جوړولو سره د شينجيانګ د محلی چارو اداره کوله ٠

څه دپاسه دری سوه کاله دمخه د چين د ٌ چينګ ٌ امپراطورۍ مرکزی حکومت د شينجيانګ د ٌ ايلی ٌ د ناحيې د ٌ هوۍ يوان ٌ په ښارګوټۍ کښی د ايلی جنرال کيښود او د دی جنرال لخوا د شينجيانګ ټوله سيمه تر تسلط لاندی راوستله شوه٠ په ١٨٨٤ کال کښی د شينجيانګ ولايت جوړ شو چه په نتيجه کښی د شينجيانګ او د چين د نورو بيلا بيلو ولايتونو ترمنځ اړيکی په لا پسی توګه ټينګ شول٠

د ١٩٤٩ کال په سپتمبر کښی شينجيانګ د زاړه چين د ګوميندانګ ګوند د حکومت له تسلط څخه ازاد شو٠ د همدی کال د اکتوبر په لومړی نيټه د چين ولسی جمهوريت جوړ شوی او شينجيانګ د چين د نورو ولايتونو په شان د هيواد يوه ولايتی اداری سيمه ګرځيدلی ده چه له قومی خودمختارو حقوقو څخه برخوردار دی٠


1  2  3  4