CRI Online
کلاسيک داستانونه

پو سون لين او دده لخوا ليکل شوي خارق العاده داستانونه

د اتلسمې پيړۍ په لومړيو کلونو کي په چين کي د خارق العاده داستانونو مجموعه چاپه شوه چه ليکوال يي پو سون لين و .

پو سيون لين په شپاړس سوه څلويښتم کال کي وزيږيده او په اولس سوه پنځلسم کال کي مړ شو او د خپل ژوند په ټو ل عمر کي يي ډير داستانونه وليکل چه خارق العاده داستانونه يي دده نمونوي اثر دی .

د خارق العاده داستانونو مجموعه د څلورو سوو يو ديرشو لنډو کيسو څخه جوړه شوې او په هغو کي د شيطانانو په ترسيمولو سره د فيوډالي اخلاقي اصولو قيودات او فاسد امتحاني نظام وغندل شويدي او د شخصي أزادۍ غوښتنه وړاندي شويده . په دغو کيسو کي د عشق او مينې په باب کيسې ډيرې دي او عمومأ هغې کيسې دي چه يو هلک د يوې مهربانې شيطاني نجلۍ سره مينه لري څو چه د فيوډالي اخلاقي قيوداتو څخه د ځان ژغورلو په غرض د ځوانانو هيله څرګنده شي .

د يادونې وړ خبره دا ده چه په دغو زړه راجلبونکو کيسو کي نجلۍ عمومأ د ليوه په شکل رامنځته کيږي په تيره بيا د پيغلې څيوي په نامه کيسه کي يوه مهربانه ، ښکلي او هوښياره پيغله څيوي ترسيمه شويده ، مګر د پو سون لين په داستانونو کي بدرنګه ليوه هم ليدل کيږي . لنډه دا چه د پوسون لين په داستانونو کي د ليوونو په څيرو يي د نجونو غوره خاصيت او اخلاق څرګند شويدی .

د پو سون لين لخوا ليکل شوي خارق العاده داستانونه د چين په ادبي تاريخ کي جاودان اثر ګڼل کيږي او د دوو سوو کالو راهيسې په شلو خارجي ژبو ژباړل شوي او ډير زيات خارجي لوستونکي يي راجلب کړي او کوي يي .


1  2  3  4