CRI Online
کلاسيک داستانونه

د درو مملکتونو داستان

په چين کي هر تن له دي داستان سره بلديت لري او د څو سوو کالو راهيسې په دي داستان کي ترسيم شوي جنګي حالت ، ډول ډول قهرمانان او په زړه پوري کيسې د چينايانو په خولو کي خپريږي .

ددې داستان ليکوال لو ګوان جونګ په هغه دوره کي ژوند وکړ چه په څوارلسمه پيړۍ کي ملي او طبقاتي تضادونه يي ډير تيز او پيچلي وو او د چين د يون سلسلې حاکمانو چه د مغولي قوم لخوا رامنځته شوي وو، د چين د هان د قوم په خلکو باندي ظالمانه تسلط وکړ ، نو د ګڼ شمير خلکو د کرکې او مقابلې سبب وګرزيد او د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کي قيامونه راپيښ شول څو چه د يون د سلسلې ظالمانه تسلط تر پښو لاندي شي . ځوان لو ګوان جونګ هم په يوه قيام کوونکي فوځ کي شامل شو او د درستيز دنده يي په غاړه واخيستله . هغه دا سياسي همت درلود چه محلي حکومت جوړ کړي ، خو په پاي کي د جو يون جان په مشرۍ قيام کوونکي فوځ د يون د سلسلې د تر پسو لاندي کولو نه وروسته د مين سلسله جوړه کړه ، په دي سبب لو ګوان جونګ بيرته خپل ټاټوبي ته لاړ او په ادبي خلاقيت يي پيل وکړ.

د درو مملکتونو په داستان کي هغه تاريخي پيښه تر سترګو کيږي چه د ميلاد د يو سلو څلور اتيايم کال نه تر دوو سوو اتيايمه کاله پوري د درو هيوادونو ترمنځ پيښيدله ، ليکوال لو ګوان جونګ د وي ، شو او وو په نامه د درو هيوادونو په باب زيات شمير تاريخي کيسې سردستي يادداشتونه ، عجيبه او محلي داستانونه او افسانې راټولې کړې او د خپل سياسي همت او أرزو او په بزګري قيام کي د جنګي تجربو لمخې د درو هيوادونو ترمنځ د زړه راجلبوونکو سياسي او نظامي مبارزو تاريخ په ژوندي توګه ترسيم کړيدي .

په دي اثر کي څلور سوه تنه شخصيتونه چه په شلګونو تنه يي مهم دي ، ترسيم شويدي ، مثلا د وي مملکت پاچا څاو څاو يو حيله ناک او ظالم سړی ، د شو مملکت صدراعظم جو ګه ليانګ د جنګي تاکتيک د استعمالولو په ساحه کي يو هوښيار او عاقل پوه ، د شو د مملکت قهرمان او توريالي جنرال جانګ في ، د وو د مملکت چابک او تنګ نظر مارشال جو يو او داسي نور .

د درو مملکتونو داستان نه يوازي ادبي ارزښت لري ، بلکې په فيوډالي ټولنه کي يو دايره المعارف هم بلل کيږي . په چين کي ددې اثر ډير زيات څيړونکي د تاريخ ، روان پيژندنې ، انساني روابطو ، تاکتيک ، ادارې ، نظامي فن ، هنر او اخلاق په علومو بوخت دي څو چه ددې اثر کلتوري او واقعي ارزښت څرګند شي .

دغه نامتو کتاب په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه شويدی .


1  2  3  4