CRI Online
کلاسيک داستانونه

د سره اطاق خوب

د اتلسمي پيړۍ په نيمايي کي چه د چين د چينګ امپراطوري دوره د أبادۍ او سمسورتيا په مرحله کي داخل شوه ، د چين په ادبي ساحه کي د سره اطاق د خوب په نامه ناول رامنځته شو چه د نامتو ليکوال څاو شيوي چين لخوا وليکل شو .

نوموړې ناول دچين د لرغوني داستانونو جاودانه او شايان اثر ګڼل کيږي . څاو شيوي چين ځکه دغه ستر اثر وليکه ، علت يي د خپل ذاتي استعداد او پوهې نه علاوه د هغه ژوند سره نژدي اړيکي درلودې چه د ډير ثروتمند ژوند نه د خورا غريبې او فقيرې کندي ته ولويد . دده نيکه د وخت د امپراطور اعتقاد او اعتماد تر لاسه کړ ، نو دده د کوچنيتوب موده په ثروتمنده کورني کي تيره شوه ، خو وروسته دده په کورني کي ستر بدلون رامنځته شو او ټولې دارايي يي مصادره شوې او کور يي هم د هيواد د جنوب نه شمال ته انتقال شو. ځوان څاو شيوي چين د خپل ژوند وروستي موده د بيجينګ په لويديځو اطرافو کي تيره کړه او په ډير غريب او مشکل حالت کي يي د اتياوو فصلونو په شمول داستان وليکه ، خو متاسفانه داستان په پوره توګه نه و بشپړ شوي چه څاو شيوي چين د ناروغۍ له امله د تل دپاره له دنيا څخه لاړ.

د سره اطاق خوب بل نوم د ډبرې قصه ده . کله چه څاو شيوي چين خپل داستان يي په پوره توګه تر سره نه کړ ، دستخط يي په ټولنه کي خپريده . دده د مړينې نه وروسته يو ليکوال چه ګاو ير نوميده ، د څاو شيوې چين د نيت سره سم نور څلويښت فصلونه وليکل چه په دي توګه د سره اطاق خوب پوره داستان بشپړ شو .

د سره اطاق خوب د دايره المعارف په شان داستان دی چه په دي کتاب کي ليکل شوي کرکترونه د وخت ټولنې په هر محفل پوره اړه درلوده ،مثلا د شاهې کورنۍ غړي ، حکومتي مامورين ، خدمتګارانې ، مزدوران ، راهبان، سوداګران ، بزګران او داسي نور . په داستان کي په عالي طبقه کي ډول ډول عادتونه او مراسم ، د عوامو خلکو د ژوند او کار هره ساحه مثلا ډول ډول لاسي صنعت ، باغواني ، طب او فال بيني ، ولسي هنر او نور .

په دي نامتو داستان کي د جا ، شه ، وانګ او شيو په نامه څلور کورني او د دغو څلورو کورنيو نه د جا کورنۍ ژوند په تيره بيا د زيات شمير ښځو او نجونو په مرکز ژوند ترسيم شوی څو چه د جا د کورنۍ د زوال کيدو له مرحلې څخه د چين د اخري فيوډالي ټولنې د تباه کيدو پيشبيني څرګنده شي .


1  2  3  4