CRI Online
د خواراک دودونه

د خوراکی شيانو د خوړلو په باب د چينائيانو دودونه

د چينائيانو په نظر د روغتيا د قوی کولو دپاره د خوراکی شياو خوړل د دواګانو د خوړلو په نسبت لا ښه رول لوبوی٠ له دی څخه څرګنديږی چه خلک د روغتيا د ساتلو په برخه کښی بايد د خوراکی شياو جوړښت ته مهم اهميت ورکړی٠ که څه هم د ځينو کسانو اقتصادی حالات دومره ښه ندی، خو دوی بيا هم تر وسی پوری د غذائيت له لحاظه د ډوډۍ او خوراکونو په باب ښه ترتيبات نيسی٠ هغه چينائيان چه اقتصادی حال يی ښه دی، لا ډير زيات غذائی مواد خوری٠ نو له اوږدې مودې راهيسی، نو د خوړنې فعاليتونو ګام په ګام د خلکو د ژوندانه په بيلا بيلو برخو کښی نفوذ کړی او د ټولنيزو تشريفاتو، د اخترونو د نمانځنې، د مذهبی عقيدې، د واده او تسليت د مراسمو، د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې او د ماشومانو د زيږونې او روزنې په برخو کښی د خوړنې په باب دچينائيانو يو لړ دودونه رامنځ ته شويدی٠

په چين کښی د خپلوانو او دوستانو ترمنځ تګ راتګ ډير زيات دی، هر کله چه د خپلوانو او دوستانو په کورونو کښی کومه ستره او نيکمرغه پيښه وشی، مثلأ ماشوم پيدا شوی يا نوی کور ته په کډه تللی، خلک عمومأ د مبارک د څرګندولو دپاره د دوی کورونو ته ځی او يو څه تحفې ورکوی٠ په دی وخت کښی کوربه حتمأ فکر کوی چه د ميلمنو دپاره به کوم خوندور خوراکی شيان او کوم ښه شربتونه چمتو کړی تر څو چه ميلمانه رضايت ولری٠ د سوداګرۍ په برخه کښی چينائيان هم دا عادت لری چه د ډوډۍ د خوړلو په بهيرکښی معاملات کوی، کله چه ډوډۍ يی خوړلې وی، د تجارتو په باب خبرې اترې هم ختمې شوی وی٠

د چين د بيلا بيلو ځايونو د دودونو د توپير په اثر ، د ميلمنو د پاملرنې دپاره چمتو شوی خوراکونه هم يو شان ندی٠ مثلأ پخوا په بيجينګ کښی د کوربه لخوا د ميلمنو دپاره د اش برابرول دا معنی درلوده چه هيله ده چه ميلمانه په کور کښی راپاتی شی ، که ميلمه پاتی شوی وی، نو کوربه به د ٌ جاو ځه ٌ په نامه خوندور خوراک پاخه کړی چه له دی څخه د ميلمنو په مقابل کښی د کوربه تاوده احساسات څرګند شی٠ دغه راز پخوا د بيجينګ ښاريانو به د خپلوانو او دوستانو د پوښتنې په وخت کښی عمومأ اته ډوله خوږې د تحفې په توګه ورکولې٠ د چين د جنوب په ځينو کليو کښی کله چه ميلمانه کور ته رارسيدلی، کوربه ور ته د چايو له وړاندی کولو نه وروسته سمدلاسه د ميلمنو دپاره خوږې جوړوی يا څو دانی خوږې هګۍ پخوی، وروسته له هغه چه ميلمنو خوږې يا هګۍ خوړلې، کوربه بيا د کورنی ميلمستيا دپاره تياری نيسی٠

د ميلمنو په وړيا د ميلمستيا د جوړولو په برخه کښی د چين د بيلا بيلو ځايونو دودونه هم توپير لری٠ په بيجينګ کښی د ميلمنو دپاره لږ تر لږه اته سړه خوراکونه چمتو کيږی او اته تاوده خوراکی شيان پخيږی٠ د چين د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ په سيمه کښی د ميلمنو په وياړ په ميلمستيا کښی هر ډول خوراک بايد په دوو بابونو يا کاسو کښی ايښودل شی ٠ په چين کښی د واده ميلمستيا ډير درنه ده او په ميلمستيا کښی هر کوم خوراک د ځانګړی نيکې أرزو د څرګندولو معنی لری ، مثلأ ناوې او زوم دی تل نيکمرغه شی، ژر تر ژره دی ماشوم پيدا کړی، د تل دپاره دی يو له بل څخه جلا نه شی او داسی نور٠ د سپين ږيرو او سپين سرو د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې ميلمستيا هم ډير درنه دی او پکښی يو ډول ډير مهم خوراک اش دی، ځکه چه د چينائيانو په نظر اش د اوږد عمر نښه ده٠ د چين د ځينو ځايونو په ميلمستيا کښی ګډون کوونکی بايد له خپلې کاسې څخه لږ شمير اش وباسی او بيا د سپين ږيری يا سپين سرې کاسې ته واچوی چه دا د اوږد عمر ورکولو معنی لری ٠


1  2  3  4  5  6