CRI Online
د خواراک دودونه

د اخترونو د نمانځنې دپاره د چين دری ډوله مشهور عنعنوی خوراکونه

د چين د عنعنوی خوراکونو خصوصيت د اخترونو د نمانځنې په وخت کښی ډير څرګنديږی٠ د هر کال پسرلنی اختر، د ٌ دوان وو ٌ اختر او د ٌ جونګ چيو ٌ اختر د چين دری عنعنوی جشنونه دی او د دغو درو اخترونو د نمانځنې دپاره چينائيان په جلا جلا توګه د ٌ يوان سياو ٌ ، ٌ ځونګ ځه ٌ او ٌ يوې بينګ ٌ په نامه دری ډوله خوراکونه خوری٠

په چين کښی د زراعتی جنټری نوی کال يعنی پسرلنی اختر د چينائيانو يو ډير دروند جشن دی او د دی اختر د نمانځنې دپاره د خوراکونو د خوړلو په باب يو لړ دودونه شته ٠ د نوی کال په پنځلسمه ورځ کښی د ٌ يوان سياو ٌ په نامه د خوراک خوړل د پسرلنی اختر د نمانځنې وروستنی فعاليت دی٠

د چين په شمال او جنوب کښی د ٌ يوان سياو ٌ د جوړولو طريقه توپير لری ٠ په شمالی سيمه کښی د ٌ يوان سياو ٌ جوړول د ٌ يوان سياو ٌ رغړيدو ته ويل کيږی او طريقه يی دا ده چه لومړی د کنجدو له دانو، مځکنی بادام ، د لوبيا له پودر او بورې څخه ټوټې ټوټې قيمې جوړيږی او ورباندی اوبه شندل کيږی ، بيا په ټکری کښی د سريښناکو وريجو پوډر او نوموړی قيمې اچول کيږی او په تکرار سره ټکری ښوريږی تر څو چه د قيمې د رغړيدو په بهير کښی ورباندی پوډر سريښ شی او ورو ورو لوی شی، کله چه د پينګ پانګ د توپ په شان مدورې کرې رامنځ ته شوی ، ٌ يوان سياو ٌ هم بشپړ شويدی٠

د چين په جنوبی سيمه کښی د ٌ يوان سياو ٌ جوړولو طريقه دا ده چه د سريښناکو وريجو پوډرو ته اوبه اچول کيږی او د اخښل کيدو وروسته کوچنی کرې رغړيږی ، بيا د غوزانو له زړو، مځکنی بادام ، د کنجدو له تخمونو او د لوبيا له پودر او داسی نورو شيانو څخه قيمې جوړيږی، ورپسی ټوټې ټوټې قيمې د نوموړو کوچنيو کرو په منځ کښی ډکيږی ٠

ٌ يوان سياو ٌ په اوبو کښی پخول کيږی او ډير خوندور دی٠ څرنګه چه ٌ يوان سياو ٌ مدور دی او په چينی ژبه کښی ٌ مدور ٌ د غونډيدو يا يووالی معنی لری ، نو په چين کښی د ٌ يوان سياو ٌ خوړل د کورنۍ د ټولو غړو د يووالی نښه ګڼل کيږی٠

د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د پنځمې مياشتې پنځمه ورځ د ٌ دوان وو ٌ په نامه يو بل دروند عنعنوی اختردی ، د دی اختر د نمانځنې دپاره چينائيان د ٌ ځونګ ځه ٌ په نامه د ځانګړی ډوډۍ د خوړلو عادت لری٠ ٌ ځونګ ځه ٌ د باڼسو او نلونو د پاڼو په وسيله د سريښناکو وريجو په پيچولو سره جوړيږی اود پخيدو نه وروسته خوړل کيږی٠ د چين په ځينو ځايونو کښی د ٌ ځونګ ځه ٌ د جوړولو په وخت کښی په سريښناکو وريجو کښی خرما، لوبيا ، غوښه يا وچې ميوې هم ګډيږی٠

ٌ ځونګ ځه ٌ د اختر د نمانځنې د خوراک په حيث لرغونی تاريخ لری٠ د چين په ولسونو کښی يو داسی استدلال شته چه د ٌ دوان وو ٌ په اختر کښی د ٌ ځونګ ځه ٌ خوړل د لرغونی زمانې د ستر هيواد پرست شاعر چيو يوان د يادونې دپاره دی٠ وايی چه د قبلالميلاد په دريمه پيړۍ کښی د شاعر چيو يوان وطن ٌ چو ٌ د يوه بل سلطنت لخوا اشغال شو، نو هغه د پنځمې مياشتې په پنځمه ورځ په غمجنه توګه د ٌ مي لو ٌ سيند ته ځان واچاوه او مړ شو٠ وروسته له هغه خلکو دا ورځ د شاعر چيو يوان د يادونې ورځې په توګه وټاکله ٠ د هر کال په دی ورځ کښی د ٌ چو ٌ د سلطنت خلکو به د باڼسو په نلونو کښی وريجی ايښودلې او سيندونو ته به يی اچولې او له دی لاری به يی د چيو يوان په وړاندی احترام څرګندوه٠ په اوږده تاريخی موده کښی د باڼسو په نلونو کښی د وريجو ايښودل ورو ورو د ٌ ځونګ ځه ٌ په جوړولو بدل شويدی ٠ ٌ ځونګ ځه ٌ نه يوازی د اختر د نمانځنې دپاره خوندور خوراک دی، بلکه د ولسونو لخوا د تحفې په توګه خپلوانو او دوستانو ته ورکول کيږی ٠

د زراعتی جنټرۍ د اتمې مياشتې پنځلسمه ورځ د ٌ جونګ چو ٌ په نامه د چينائيانو دريم دروند اختر دی٠ څرنګه چه د دی ورځې په ماښام سپوږمۍ ډيره لويه او مدوره ښکاری او په چينی ژبه کښی ٌٌ مدور ٌ د غونډيدو او يووالی معنی لری، نو د ٌ جونګ چيو ٌ اختر د کورنۍ د غړو د غونډيدو په اختر هم ياديږی٠ د دی اختر په ماښام د چين د هرې کورنۍ ټول غړی سره يو ځای سپوږمۍ ګوری او د ٌ يوې بينګ ٌ په نامه خاص خوراک خوری٠ ٌ يوې بينګ ٌ يو ډول د سپوږمۍ په شان مدوره وچه ډوډۍ ده چه په منځ کښی يی خوندور قيمه اچول کيږی او په دوو مخونو کښی يی د سپوږمۍ په باب د افسانې کيسې د منعکسولو په هکله تصوير او د يووالی د څرګندولو په باب چينی ليک دود ليدل کيږی٠

ٌ يوې بينګ ٌ هم يو ډول ښه تحفه ده ، د ٌ جونګ چيو ٌ اختر له رارسيدو نه مخکښی د چين د بيلا بيلو ځايونو په دکانونو او سوپرو مارکيټونو کښی ډير زيات ٌ يوې بينګ ٌ ليدل کيږی٠


1  2  3  4  5  6