CRI Online
ضربی ساز

د بيان زنګ

(( بيان زنګ )) په لرغونی زمانه کی د چين د موسيقی يوه مهمه ضربی اله وه او له زنګونو څخه يوه ده . مختلف لوی او کوچينی زنګونه په منظم ډول په يوی لرګينی پايی باندی ځوړنديږی او د هر زنګ د ټکولو په وخت کی بيلا بيل غږونه پورته کيږی .

هان د ٣٥٠٠ کالو په وړاندی د(( شانګ )) په سلسله کی په چين کی د بيان زنګ موجود ؤ او اکثرأ د جګړی او عبادت کولو په شمول د شاهی دربار په هنری فعاليتونو کی استعمال کيدل او د خلکو په منځ کی ډير لږ ليدل کيدل .

په لرغونی زمانه کی د بيان زنګ په خاص ډول د چين د لوړو طبقو د ټولنی لپاره خدمت کاوه او د درجو او واکونو نښه ګڼله کيدله .


1  2  3  4