سنج
سنج د چين د موسيقی عنعنوی ضربی اله ده او دچين په ملی ارکسترا کی ډير مهم رول لوبوی او د استعمال ساحه يی هم پراخه ښکاری .
سنج له ميسو څخه جوړيږی او په پيل کی د چين د جنوب لويديځی سيمی د ملی اقليتونو په منځ کی موجود ؤ . د ميلاد دمخه په دوهمه پيړۍ کی د مختلفو قومونو ترمنځ د کلتوری راګړو ورکړو په زياتيدو او نژدی کيدو سره ميسی سنج د چين په داخلی سيمو کی خپور شو . په لرغونی زمانه کی به نظامی قوماندانانو د ميسی سنج په ټکولو سره د جګړو قوماندانی کوله .
د سنجونو ډولونه له ٣٠ نه زيات دي چه په دی جمله کی غټ سنج او کوچينی سنج زيات استعماليږی
|