يو چينی متل وايي انسان مخ لري او ونه پوستکی لري. زياتره چينايان مخ ته ډېر ارزښت ورکوي. مخ د چين په ټولنه کې د يو کس د حيثيت او راز نښه ده. چينايان د کنفوسيوس کلتور له امله د وګړيو تر منځ د تګ راتګ په ترڅ کې د همغږي اصولو درناوی کوي، نو د نورو کسانو درناوی او احترام د وګړيو ترمنځ د همغږۍ لپاره يوه مهمه لار ده. که ستا ملګری سهوه کړې، نو د ده پر مخ ګوته و نه کړئ. دغه راز د ده مخ وساتئ يعنی د هغوی درناوی وکړئ. د دې لپاره چې د يو چا د مخ اوبه وساتئ، نه يوازې دا معنا لري چې د هغه درناوی وکړئ، بلکې د وګړيو ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت او دوام بنسټ هم دی.