لوست 12 د بېړنۍ چمتو کېدونکې ډوډۍ په رستورانت کې
-
ته غواړي څه شی وخوري؟
你 يعنی ته،想 يعنی غوښتل،吃 يعنی خوړل او什么 يعنی څه.
-
زه يو همبرګر او يوه پياله تور چای غواړم.
我要 يعنی زه غواړم،一个 يعنی يو،我要一个汉堡 يعنی زه يو همبرګر غواړم،还 يعنی او هم،有 يعنی لرل،一杯 يعنی يوه پياله،红茶 يعنی تور چای او还有一杯红茶 يعنی او هم يوه پياله تور چای.
-
غواړې دلته ډوډۍ وخورې که يې بل ځاي ته له ځان سره وړئ؟
اوس په چين کې د بيړنۍ يا ژر چمتوکېدونکې ډوډۍ زيات رستورانټونه ليدل کېږي. ځيني خلک غواړي په رستورانټونو کې ډوډۍ وخوري او ځيني نور بيا غواړي خپله ډوډۍ له ځان سره بل ځاي ته يوسي. خدمت ګر به له تاسو څخه غوښتنه وکړي: 在这儿吃还是带走؟
在 د ربط توری دی چې معنی يې په... کې،这儿 يعنی دلته،吃 يعنی خوړل،还是 يعنی يا او带走 يعنی له ځان سره وړل.
-
بخښنه غواړم تشناب چېرې دی؟
请问 يعنی مهرباني وکړې يا بخښنه غواړم،洗手间 يعنی تشناب،在哪儿 يعنی چېری، نو دغه راز请问,洗手间在哪儿 يعنی بخښنه غواړم تشناب چېری دی
-
مهربانۍ ما ته د دسمال څو کاغذونه راکړئ.
请 يعنی مهرباني وکړي،你 يعنی ته،给我 يعنی ما ته راکول،几 يعنی څو او张 دلته د کاغذونو د شمېرلو يو لغت دی.