لوست 13 په چيني رستورانت کې

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • تاسو څه ځانګړي خواړه لرئ که نه؟ کله چې موږ په چيني رستورانت کې خواړه خورو، نو دغه پوښتنه کېږي چې ستاسو ځانګړي خواړه څه دي؟ ځکه چې چيني خوراکونه ډېر ډولونه لري او خوند يې هم سره توپير لري. نو له خوراک ټاکلو مخکې بايد له خدمت کوونکي څخه پوښتنه وکړو. 你们 يعنی تاسې،有 يعنی لرل،特色 يعنی ځانګړی،菜 يعنی خواړه او特色菜 يعنی ځانګړي خواړه.
  • آيا تاسو چاکو او پنجې ته اړتيا لرئ ؟ د خوړو لرګۍ يعنی 筷子 چې چينايان خوراک پرې کوي او يوه ځانګړی اله بلل کېږی. هغه بهرنيان چې د لنډ وخت لپاره په چين کې پاتې کېږی، د خوړو لرګۍ نه شي استعمالولی. نو په رستورانت کې به خدمت ګار له دوی څخه پوښتنه وکړي چې 你需要刀叉吗 يعنی آيا تاسو چاکو او پنجې ته اړتيا لرئ. 需要 يعنی اړتيا،刀 يعنی چاکو،叉 يعنی پنجه او吗 د پوښتنې يوه نښه ده.
  • آيا تاسوتور چای ته اړتيا لرئ که نه ؟ معلومه ده چې د چين چای ډېر مشهور دی. که زه خپل يو چيني دوست ته مېلمستيا وکړم او له ده څخه پوښتنه وکړم چې آیا تاسو تور چای څښئ که نه، نو په چيني ژبه ويلی شئ: 请问你要红茶吗؟ 请 يعنی مهرباني وکړئ،问 يعنی پوښتنه،请问 تل د جملې په پيل کې کارول کېږي. د بېلګې په توګه،你叫什么名字؟ 请问, 你 يعنی ته،要 غوښتل،红茶 يعنی تور چای او吗 د پوښتنې يوه نښه ده چې تل د جملې په پای کې کارول کېږي.
  • راځئ چې هر څوک خپل لګښت ورکړي. اوس مهال د چينايي ځوانانو تر منځ په جلا جلا توګه خپل لګښت ورکول کېږي، نو په چيني ژبه ويلی شئ: 我们. 我们AA制吧. يعنی موږ او AA制 يعنی په جلا جلا توګه د خپل لګښت ورکول.