د چين خواړه په نړۍ کې ډېر مشهور دی. د يوې شمېرنې له مخې، د چين د خوړو ډولونه لس زرو ته رسېږی. له اوږدې مودې راهيسې په چين کې ډول ډول ځايي خواړه رامنځته شوي چې خپلې ځانګړتياوې لري. په دغو خوړو کې هغو اتو ځايي خوړو تر ټولو شهرت تر لاسه کړی چې د شان دونګ خواړه، د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه، د جيانګ سو خواړه، د جه جيانګ خواړه، د فو جيان خواړه، د هو نان خواړه او د ان هوی خواړه دي. د دغو خوړو خوند سره توپير لري. د بېلګې په توګه د سه چوان خواړه توند دي او د جيانګ سو خواړه خواږه دي.