لوست 14 بوفې مېلمستيا

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • يوه شېبه ودرېږه. په بېجينګ کې د بېلا بېلو ځايونو خوراکونه او ګڼ شمېرځانګړي راستورانتونه شته چې زيات سيلانيان راجلبوي، نو ځکه خلک په عمومي ډول د ډوډۍ خوړلو په مهال د بېلګې په توګه د غرمې له ١٢ بجو څخه د مازديګر تر دوو بجو پورې او د ماښام له پنځو بجو څخه د شپې تر اتو بجو پورې د ډوډۍ خوړلو لپاره انتظار کوي. نو خدمت ګرانو کله کله موږ ته وايي: 请. 请你们等一会儿. يعنی مهرباني وکړئ،你们 يعنی تاسې،等 يعنی انتظار کول،一会儿 يعنی يوه شېبه.
  • څو دقيقې به موږ انتظار کوو؟ 我们 يعنی موږ،要 يعنی اړتيا لرل،等 يعنی انتظار کول،多久 يعنی څومره وخت.
  • خوند يې څنګه دی؟ 味道 يعنی خوند او怎么样 يعنی څنګه.
  • ريښتيا ډېرخوندور دي. 真的 يعنی رښتيا،很 يعنی ډېر او好吃 يعنی خوندور.
  • زه موړ يم. چينايان ډېر مېلمه پال دي، نو ځکه ته بايد دوی ته ووايي چې我吃饱了. 我 يعنی زه،吃 يعنی خوړل، 饱 يعنی موړ او了 د فعال مرستيال دی او معنی يې دا ده چې دغه حرکت تېر شو.