لوست 14 بوفې مېلمستيا

 له سي ار اې سره مرکه
 

چينايان په عمومي توګه د چای او قهوې څښاک له مخې د چين او لویديځو هېوادونو ترمنځ توپيرونه ښيې، چای له اسيايي هېوادونو سره تړاو لري اویا قهوه له لویديځو هېوادونو سره اړيکې لري. چای له چين څخه سرچينه نيسي او تر اوسه پورې نژدې پنځه زره کلن تاريخ لري. له څو زرو کلونو راهيسې چای تل د چينايانو لپاره يو په زړه پورې څښاک دی. له دې امله چې د چين د جنوب او ختيځ اقيلم د چای بوټيو د کرکيلۍ لپاره مساعد دی، نو دغه سيمه تل د چای په توليد کې مشهوره ده. په تاريخ کې هم د چين د چای کلتور له ورېښمينې لارې نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو ته خپور شوی دی. نو اوس په زياتو هېوادونو کې د چای په نامه چين ویل کېږي. خو په چين کې کافی يا قهوه مشهوره نه ده. که څه هم په چين کې په ١٩٣٥ کال کې د قهوې د چمتو کولو لپاره لومړۍ فابريکه جوړه شوه، خو د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې له منځنۍ مودې وروسته چينايانو کافي څښل پيل کړې دي.