د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د لومړنۍ مياشتې لومړۍ ورځ د چين پسرلنی جشن دی او د نوی کال د پيل په توګه بلل کېږي. پسرلنی جشن په چين کې لومړی لوی دوديز جشن دی. د چينايانو له دوديزو عادتونو سره سم د پسرلي له جشن مخکې وګړي خپل کورونه پاکوي او خواړه او نور شيان اخلي. د پسرلي په فصل کې د نوي پړاو کارونه پيل کېږي، وګړي د پسرلي جشن په رخصتيو کې د دوستانو کورونو ته ځي او خپلې نيکې هيلې څرګندوي او يا هم نورو ځايونو ته سفر کوي. نو په دغه موده کې د الوتکې او اورګاډۍ په ګډون ترانسپورتي لارې ډېرې بوختې وي.