لوست 18 په سوپر مارکيټ کې

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • بخښنه غواړم تاسو شامپو پلورئ؟ که زه غواړم چې په يو دکان کې له پلورونکي څخه پوښتنه وکړم چې شامپو لري که نه، په چينی ژبه داسی ويل کېږي:请问有洗发水卖吗، بخښنه غواړم تاسو شامپو پلورئ؟ 请问، بخښنه غوښتل. 有، درلودل. 洗发水، شامپو. 卖، پلورل يا خرڅول. 吗 د پوښتنې په پای کې کارول کيږي.
  • غواړم چې دغه شی بير ته واخلئ. بخښنه غواړم ګومان کوم چې دا خرابه ده، غواړم چې بير ته يې واخلئ، په چينی ژبه داسی ويل کېږي:我想退货، غواړم چې دغه شي بير ته واخلئ. 我، زه. 想، غوښتل. 退، بير ته اخيستل. 货، شی يا توکی.
  • رسيد دې له ځان سره راوړی دی؟ په عادی ډول د يو شی د بير ته ګرځونې په اړه د غوښتنې په وخت کې به د پلورونکي له خوا دغه پوښتنه وشي چې رسيد دې له ځان سره راوړی دی، 您的. 您的发票带了吗، ستاسی. 发票، رسيد. 带، وړل. 来، له فعال وروسته کارول کېږي او د عمل لوری څرګندوی. 了د جملې په پای کې کارول کېږي چې د يو عمل د پای ته رسيدو مانا لري. 吗 هميشه د پوښتنې په پای کې کارول کېږي.
  • مهربانی وکړئ بېرته يې راګرځوم. پلورونکي وويل چې د دغه شی د خرابوالي اندازه ډېره کمه ده او نه غواړی چې بير ته يې واخلي. خو زه بيا هم غواړم چې بير ته يې وروګرځوم. نو داسی ويل کېږي چې 您. 您给退了吧، تاسی. 给 اصلې مانا يې ور، در، راکول دی. دلته 给 له 退 مخکې کارول کېږي چې د بير ته ورګرځولو پر غوښتنې ټينګار څرګندوي. 退، بير ته اخيستل. 了 د يو عمل پای ته رسيدو څرګندوي. د بيلګې په توګه،这本书我看完了. ما دغه کتاب لوستلی دی. 吧 د جملې په پای کې کارول کېږي چې د غوښتنې رويه أراموي.