لوست 18 په سوپر مارکيټ کې

 له سي ار اې سره مرکه
 

که بهرني دوستان چين ته سفر وکړي، په موټرونو کې د سپرلۍ، په هوټلو کې د اوسيدو او د شيانو اخيستلو پر وخت هرومرو له پلورونکيو څخه رسمی رسيد غواړي چې د خپلو حقونو او ګټو ساتنه وکړي. ځکه چې رسيد د شيانو ترميمولو، بدلولو او د کيفيت مسئلی له امله د توپيرونو حل و فصل لپاره يو مهم شاهد دی. په موټرونو کې د سپرلۍ پر وخت بايد له ټکسيوان څخه رسيد وغواړئ. که ستاسی توکي په ټکسي کې پاتی شي، تاسی پر رسيد ليکله شويو معلوماتو له مخې د موټرونو شرکت ته ټليفون کولی شي او خپل توکي تر لاسه کولی شي. د شيانو اخيستلو په وخت کې هم تاسی بايد رسيد وغواړې چې د بير ته اخيستلو، بدلولو او ترميمولو يوازنی شاهد دی. نو ځکه رسيد وغوښتلی شئ. د شيانو له اخيستلو وروسته تاسی کولای شي له اړوندو کارکوونکيو څخه پوښتنه وکړئ چې 麻烦您帮我开张发票行吗، تاسی په ټکسي کې د سپرلۍ پر وخت هدف ځای ته له رسيدو وروسته له موټروان څخه پوښتنه وکړې چې我要发票.