-
دا سنتره خوږه ده؟
که يو شمېر سنترې غواړئ او شک لرئ چې سنتره خوږه نه وی، نو کېدای شی چې لومړی له پلورونکي څخه پوښتنه وکړئ چې دا سنتره خوږه ده که نه.تاسی ويلای شی،这橘子甜吗، داسی پوښتنه کولی شی چې دا سنتره خوږه ده؟
这 يعنی دغه يا دا.
橘子 يعنی سنتره.
甜 يعنی خوږ يا خوږه.
吗 د فعل مرستيال دی او هميشه د پوښتنې جملې په پای کې استعماليږي.
-
د يو کيلوګرام شی بيه څو ده؟
يو شي بيې په هکله په چيني ژبه پوښتنه داسی کېږی:多少钱一公斤، د يو کيلوګرام بيه څو ده؟
多少 يعنی څو يا څومره.
钱 يعنی پيسې.
一 يعنی يو.
公斤 يعنی کيلوګرام.
-
زه ماتې پيسې نه لرم.
我 يعنی زه.
没有 يعنی نه درلودل يا نه لرل.
零钱 يعنی ميده يا ماتې پيسې.
-
دا سل يوان نوټ به درکړم.
给 د ورکولو مانا لری.
你 يعنی ته.
一 يعنی يو.
张 د شميرې کلمه ده او د کاغذ، انځور او ټکټ پرې شمېرل کېږي.
一百 يعنی سل
的 يو کومکی لغت دی.