لوست 19 د ميوو بازار

 له سي ار اې سره مرکه
 

د نورو هېوادونو د دوستانو لپاره له بل چا څخه د معاش او د يو اخيستل شوی شی بيې په هکله پوښتنه کول يو ناسم عمل دی. خو په چين کې دا عادی کار دی ځکه د ملګرو ترمنځ خبرې اترې کله کله د شيانو بيې په هکله پيل کېږي. د بېلګې په توګه داسی پوښتنې کولی شی چې ستا د لاسی ساعت بيه څو ده؟ ستا د کور مياشتنۍ کرايه څو يوانه ده؟ د يو جين مڼې قيمت څومره دی؟ او داسی نور. که په چين کې تاسی دغه پوښتنې واورئ، بايد حيران نه شئ. کېدای شی چې سم ځواب ور نه کړی يا داسی ځواب ورکړئ چې معلومه نه ده يا مې له ياده وتلی دي.