چينايان ډېر مېلمه پال خلک دي. په چين کې داسې دود شته چې خلک ترټولو نه ښه خواړه مېلمنو ته وړاندې کوي. کوربه تل د يوې مېلمستيا لپاره څو ورځې مخکې د چمتوالي په نيولو پيل کوي. که څه هم تيار شوي خواړه ډېر غوره وي، خو دوی بيا هم وايي چې ډېر ښه خواړه يې نه دي چمتو کړي او تاسو يې په زغم سره وخوري. له دې څخه مېلمنو ته احترام او درناوی څرګندېږی.